د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۸ کال د مخکښو ځوانانو پېژندنه او د ټاکلو څرنګوالی

د ۱۳۹۸ کال د مخکښو ځوانانو د پېژندنې او ټاکلو د پلاوي دویمه غونډه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه جوړه شوه چې د یاد پلاوي سربېره د فیفا د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې څلور غړو پکې شتون درلود. په دغه غونډه کې له وړاندې په ګوته شویو معیارونو (عمر، د زده کړو درجه، کاري تجربه، اوسنۍ دنده، لیکلي اسناد او راتلونکو پنځو کلونو لپاره کاري پلان) په پام کې نیولو سره ۴۶ غوښتونکي شارټ لېسټ شول. یاد پلاوي د رایو په توافق سره په لاندې مواردو تصمیم ونیوه:  د نمره ورکولو فورم، د انلاین فورم پر بنسټ او د په ګوته شویو معیارونو په پام کې نیولو سره د پروګرام غوښتونکو ته نمره ورکړي او د نمره ورکولو میتود هم د په ګوته شویو معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي چې پوره نمرې ۱۰ دي. د بېلګې په توګه: که چېرې یو کس د زده کړو په معیار کې دکتورا ولري نو نمرې یې ۱۰ دي، که چېرې ماسټر وي نمرې یې ۹ دي او که چېرې لېسانس وي نو نمرې یې ۸ دي، او که چېرې د نوماندانو تر منځ هېڅ دکتور او ماسټر نه وي نو بیا لېسانس ته ۱۰ نمرې ورکول کېږي او نور معیارونه به هم پر همدې بنسټ مخته وړل کېږي؛  د مثبت تبعیض پر بنسټ په شارټ لېسټ کې د ۴ ښځو زیاتول؛  غوښتونکو ته د برېښنالیک استول چې له شارټ لېسټ کېدو څخه خبر شي؛  له غوښتونکو سره اړیکه نیول، چې په کابل کې دي او که نه، ترڅو په مخامخ مرکه کې ګډون وکړي؛  د نوبت پر بنسټ په مرکه کې د ګډون لپاره د غوښتونکو د نوملړ چمتو کول. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې له ۴۶ غوښتونکو سره مخامخ مرکه وشي ترڅو له هغو څخه ۱۲ کسه یې د کال مخکښو ځوانانو په توګه وټاکل شي او د یوه کنفرانس له لارې معرفي شي.

نور جزئیات


2/12/2020

نېټه

6

د ګډون کوونکو شمېر

1 روز

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA