د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


فیفا د سولې د پروسې په هکله یوه غونډه د بلخ والي سره جوړه کړه

په بلخ ولایت کې د سولې لپاره د فیفا عدالت غوښتنې ډلې د افغانستان د سولې پروسې په هکله د وړاندیزي اعلامیې لپاره د عدالت غوښتنې خپله دویمه غونډه د بلخ والي سره جوړه کړه. دغه غونډه د ۱۳۹۹ کال د وري په ۶مه د بلخ ولایت مقام په دفتر کې جوړه شوه او موخه یې د یاد ولایت مقام ته د اعلامیې تشرېح او وړاندې کول و. د غونډې په پیل کې د بلخ والي د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سولې پروسې په هکله بحث یې د افغان دولت او خلکو له اوسنیو لومړیتوبونو څخه وګڼه. ورپسې د فیفا ولایتي مسوول، د سولې پروسې د اهمیت او له رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستنې په هکله خبرې وکړې. نوموړي د اعلامیې په هکله په تفصیل سره معلومات ورکړل او ویې ویل: "د سولې پروسې په اړه د فیفا وړاندیز شوې اعلامیه د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، عالمانو، د ښځو حقونو مدافع بنسټونو، د پوهنتون استادانو، نخبګانو او ځوانانو د وړاندیزونو او لیدلورو پایله ده چې د مرکز او زونونو په کچه د مشورتي غونډو څخه چمتو شوې ده. د دغې اعلامیې د مسودې په چمتو کولو کې د هېواد ۵ زونونو په کچه د فیفا مشورتي غونډو او په کابل کې له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، عالمانو، ښځو او ځوانانو سره د فیفا ځانګړو غونډو له موندنو څخه ګټه اخیستل شوې ده. د فیفا تخنیکي ټیم غونډو کې ټول متنونه، راپورونه او وړاندیزونه بیا کتلي او پلټلي او بیا یې د وړاندیز په توګه په دغه اعلامیه کې شامل کړي دي. په اعلامیه کې د سولې لپاره د ستراتېژۍ تدوینولو، د ملي اجماع، سيمییزې او نړیوالي اجماع رامنځته کولو، د افغانستان د علماوو شورا له خوا د سولې لپاره عدالت غوښتنه، د سولې پروسې په برخه کې له خلکو سره خبرې او بحثونه پیلول، د ټولشموله مرکچي پلاوي جوړښت، د پلاوي د غړیو د ټاکلو میتود، په خبرو کې د بریالیتوب رمز، زده کړې او لارې چارې، د مرکچي پلاوي خپلواکي، د سولې د خبرو اترو د میکانیزم مشخصول، د سولې د خبرو د اجنډا چمتو کول، د معلوماتو خپرول، د ګوندونو یووالی، د سولې پروسې څخه ملاتړ او د ډیموکراټیکو ارزښتونو ساتنه لکه: جمهوریت، ټاکنې، بشري حقونه، مدني ـ سياسي حقونه، د ښځو د کار او زده کړو حق، د ښځو سياسي ګډون او د بیان ازادي په اړه ۳۵ مشخص وړاندیزونه شامل دي. په دغه اعلامیه کې د افغانستان حکومت، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې ته څرګند او واضح وړاندیزونه شامل دي، چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د نقشې طرحه وړاندې او د خلکو سرې کرښې په ګوته کوي. د دغې اعلامیې وړاندیزونو کې د سولې پروسې او خبرو ټولې مرحلې شاملې دي او د خبرو پیل لپاره یو له اساساتو او مخشرطونو څخه ګڼل کېږي. د دې اعلامیې عمومي موخه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د لار نقشې او د سولې پروسې د بېلابېلو مرحلو اړتیاو مشخصولو په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کول دي ترڅو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لامل دي. دغه اعلامیه د خلکو بېلابېلو کټګوریو د نظرونو او لیدلورو په پام کې نیولو سره چمتو شوې او د د خلکو په باور وړاندیزونه یې جامع او ټولشموله دي."

نور جزئیات


3/26/2020

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

بلخ

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA