د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


فیفا د سولې پروسې په هکله د کندهار ولایتی شورا سره یوه غونډه وکړه

د فیفا د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۵مه د کندهار ولایتي شورا سره غونډه وکړه. دغه غونډه د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې په کندهار ولایت کې د فیفا ولایتي مسوول وارث سیال د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې غړي معرفي کړل. د فیفا ولایتي مسوول د فیفا تاریخچې او د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ده وویل: "فیفا د خپلواک ملي بنسټ په توګه تل هڅه کړې چې په لویو ملي پروسو کې فعاله ونډه ولري او د خپلې ستراتېژۍ او لیرلید سره سم په دغو پروسو کې رغنده رول ولوبوي." د فیفا ولایتي مسوول د سولې په برخه کې د فیفا د فعالیتونو او کړنو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل:"فیفا په وروستیو میاشتو کې د هېواد د زونونو په کچه او کابل کې ګڼ شمېر مشورتي او ځانګړې غونډې ترسره کړې چې د افغانستان سولې پروسې په هکله یې د بېلابېلو سیاسي او مدني کټګوریو نظریات او وړاندیزونه ترلاسته کړي دي. فیفا په دغو غونډو کې د سولې په د لومړیتوبونو، د پروسې له پیلېدو دمخه ګامونو او د مذاکراتو په بهیر کې هغو مواردو په اړه هم د ګډونوالو نظریات ترلاسه کړي چې د مذاکرې ور نه وي." د فیفا ولایتي مسوول دا هم وویل چې د ګډونوالو نظرونو او لیدلوري تر راټولولو وروسته فیفا د سولې پروسې په اړه یوه اعلامیه چمتو او په رسمي ډول یې د کنفرانس له لارې خپره کړه. ولایتي مسوول زیاته کړه:" د سولې لپاره د ستراتېژۍ تدوینولو، د ملي اجماع، سيمییزې اجماع او نړیوالي اجماع رامنځته کولو، د افغانستان د علماوو شورا له خوا د سولې لپاره عدالت غوښتنې، د سولې پروسې په برخه کې د ولسي خبرو او بحثونو کولو، د ټولشموله مرکچي پلاوي جوړښت، د پلاوي د غړیو د ټاکلو میتود، په خبرو کې د بریالیتوب رمز، زده کړې او لارې چارې، د مرکچي پلاوي خپلواکي، د سولې د خبرو اترو د میکانیزم مشخصول، د سولې د خبرو د اجنډا چمتو کول، د معلوماتو خپرول، د ګوندونو یووالی، د سولې پروسې څخه ملاتړ او د ډیموکراټیکو ارزښتونو ساتنه لکه: جمهوریت، ټاکنې، بشري حقونه، مدني ـ سياسي حقونه، د ښځو د کار او زده کړو حق، د ښځو سياسي ګډون او د بیان ازادي په اړه ۳۵ مشخص وړاندیزونه شوي دي." ورپسې د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې د اعلامیې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:"دغه اعلامیه په اصل کې د خلکو خبره او امانت دی. دغه اعلامیه د سولې په اړه د خلکو لیدلوری او غوښتنه منعکسوي چې باید ارزښت ورکړل شي او درناوی یې وشي. د سولې پروسه یوه ملي پروسه ده او مستقیمه اغېزه یې پر عامو خلکو ده، نو د خلکو خبرې او غوښتنې باید د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره لومړیتوب ولري، ځکه چې د خلکو د غوښتنو له پامه غورځول به منفي اغېزې ولري او راتلونکو بحرانونو ته به لاره هواره کړي."

نور جزئیات


3/18/2020

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کندهار

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA