د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د فیفا د عدالت غوښتنې غونډه له ننګرهار والي مرستیالې سره د سولې د پروسې په هکله

د ننګرهار ولایت د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې چې په دغه ولایت کې د فیفا په تخنیکي مرسته جوړه شوې، د ننګرهار ولایت مرستیالې مېرمن حبیبې کاکړ سره د سولې وړاندیز شوې طرحې په اړه یوه غونډه جوړه کړه. دغه غونډه د کب ۲۷ مه د نوموړې په دفتر کې جوړه شوه او موخه یې د اعلامیې تشرېح کول او عدالت غوښتنه وه. د غونډې په پیل کې مېرمن کاکړ د عدالت غوښتنې ډلې غړو ته ښه راغلاست ووایه او له اجنډا سره سم یې د فیفا ولایتي مسوول څخه وغوښتل چې د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې په استازیتوب خبرې پیل کړي. ورپسې په ننګرهار کې د فیفا ولایتي مسوول د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې غړي معرفي کړل او د غونډې د موخې په اړه یې خبرې وکړې او د ننګرهار سولې پروسې په اړه یې وړاندیز شوې اعلامیه وړاندې کړه. هغه وویل:" د سولې پروسې په هکله وړاندیز شوې اعلامیه د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، عالمانو، د ښځو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو سره د هېواد ۵ زونونو په کچه تر ۵ مشورتي غونډو او له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، د ښځو حقونو فعالانو، علماو او ځوانانو سره تر ۵ ځانګړو غونډو وروسته چمتو شوې او موخه یې د سولې پروسې په اړه د دوی د نظرونو او لیدلورو ترلاسه کول وو. د دوی د لیدلورو او نظرونو له ترلاسه کولو وروسته فیفا هغه د یوې اعلامیې په توګه چمتو کړل او روان کال د مارچ په ۵مه یې د یوه خبري کنفرانس له لارې په رسمي توګه خپره کړه. په اعلامیه کې ۳۵ وړاندیزونه شامل دي چې له هغو څخه ۲۵ وړاندیزونه یې د افغانستان حکومت ته، ۵ وړاندیزونه یې سیاسي ګوندونو ته او ۸ مورده نور یې د خلکو سرې کرښې دي. د دغې اعلامیې وړاندیزونو کې د سولې پروسې او خبرو ټولې مرحلې شاملې دي او د خبرو پیل لپاره یو له اساساتو او مخشرطونو څخه ګڼل کېږي. د دې اعلامیې عمومي موخه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د لار نقشې او د سولې پروسې د بېلابېلو مرحلو اړتیاو مشخصولو په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کول دي ترڅو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لامل شي. دغه اعلامیه د خلکو بېلابېلو کټګوریو د نظرونو او لیدلورو په پام کې نیولو سره چمتو شوې او د د خلکو په باور وړاندیزونه یې جامع او ټولشموله دي. ورپسې د عدالت غوښتنې ډلې غړو د سولې لپاره د رامنځته شوي فرصت او د افغان دولت د لومړیتوبونو په هکله خپل نظرونه وړاندې کړل. دوی د سولې پروسه کې د ښاروندانو اساسي حقونو او د ښځو حقونو څخه ملاتړ مهم وګڼه او ویې ویل چې د ښاروندانو له اساسي حقونو او د وروستیو ۱۹ کلونو په اوږدو کې د ښځو لاسته راوړنو څخه ملاتړ د خلکو له سرو کرښو څخه دی او باید د سولې په خبرو کې قرباني نه شي.

نور جزئیات


3/18/2020

نېټه

12

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

ننګرهار

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA