د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


فیفا د کاپیسا ولایتي شورا له مشر سره د سولې په هکله د وړاندیز شوې اعلامیې لپاره یوه غونډه جوړه کړه

د کاپیسا ولایت د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) په مټ جوړه شوې، د سې شنبې په ورځ د ۱۳۹۹ کال د وري په ۵مه د کاپیسا ولایتي شورا له مشر د عدالت غوښتنې غونډه جوړه کړه. دغه غونډه د کاپیسا ولایتي شورا په دفتر کې جوړه شوه او موخه یې د سولې پروسې په هکله د وړاندیزي اعلامیې لپاره عدالت غوښتنه او د رامنځته شوي فرصت په هکله خبرې وې. په پیل کې د کاپیسا ولایتي شورا مشر ښاغلي محمد حسین سنجني د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې غړو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې افغانستان یو تاریخي فرصت لري او باید په سمه توګه ترې ګټه واخیستل شي. نوموړي وویل:"په رامنځته شوي فرصت کې باید ټول اړخونه او بنسټونه په سمه توګه خپل رول ولوبوي او په دغه لویه ملي پروسه کې او د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې په اړه بېتفاوته پاتې نه شي. هر هغه عمل د ستاینې وړ دی چې د دغې پروسې په بریالیتوب کې او یا لږ تر لږه د سولې پروسې پیلېدو ته د لار هوارولو په برخه کې مرسته کولی شي." ورپسې په کاپیسا کې د فیفا ولایتي مسوول، د سولې په برخه کې د فیفا د فعالیتونو او وړاندیزي اعلامیې په هکله معلومات ورکړل. نوموړي وویل:"فیفا په وروستیو میاشتو کې د سولې پروسې په هکله ګڼ شمېر مشورتي غونډې جوړې کړې دي. فیفا لومړی د نړۍ څو هېوادونو د جګړې او سولې تجربه وڅېړله ترڅو د دوی له تجربو څخه بېلګه واخلي. بیا فیفا وموندله چې د کلمبیا هېواد جګړه او سوله د افغانستان جګړې او سولې سره له سیاسي، سیمییز او مخالفانو له اړخه ډېر ورتوالی لري. له دې کبله فیفا د کلمبیا د جګړې او سولې په هکله لنډ معلومات چمتو کړل او د ۵ زونونو په کچه یې په مشورتي غونډو کې له بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو کټګوریو سره د افغانستان سولې پروسې د لارې نقشې او اړتیاو په اړه سلا وکړه." هغه زیاته کړه:"د ۵ زونونو په کچه د مشورتي غونډو تر څنګ فیفا له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، د ښځو حقونو مدافع بنسټونو، علماو، د ځوانانو فعالینو او د سولې ځانګپوهانو سره ۶ ځانګړې غونډې/فوکس ګروپ جوړې کړې. په هره غونډه کې ۱۰ کسانو ګډون درلود او د سولې پروسې تر مخ د پرتو ننګونو، خنډونو او فرصتونو، د خبرو اترو له پیل څخه مخکې لازم چمتووالي، له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک لاسلیکولو احتمال، د ملي، سیمې او نړۍ په کچه د اجماع رامنځته کولو اهمیت، د ملي ارزښتونو او لاسته راوړنو ساتنه او د سولې په خبرو اترو کې د نړیوالې ټولنې رول په اړه یې خپل نظرونه بیان کړل.

نور جزئیات


3/17/2020

نېټه

6

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کاپیسا

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA