د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


حکومت ته د ولسي جرګې د تایید رایه (د حکومت کابینې ته د تایید رایې د پروسې په تړاو ملي شورا ته د فیفا وړاندیزي طرحه)

له میاشتنیو ناندریو او بندون وروسته د دوه ټاکنډلو تر منځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک سره د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو څخه رامنځته شوی بندون پای ته ورسېد او یوه ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته لار هواره شوه. فیفا د دې تر څنګ چې د دوه ټاکنډلو تر منځ د منځګړتوب په چاره کې د پارلمان د دواړو جرګو هڅې ستایي او د دغه بندون په هوارولو کې یې اغېزناک ګڼي، له ولسي جرګې غواړي چې په حکومت غږ وکړي چې د کابینې غړي د تایید رایې لپاره دغې جرګې ته ور وپېژني. په اوسنیو شرایطو کې چې له یوې خوا د جګړې دوام او له بلې خوا په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس د خپرېدو ناوړه پایلو له کبله افغانستان له یوه ناورین سره مخامخ شوی او د دغه وضعیت دوام او د نوي حکومت په جوړښت کې ځنډ، وضعیت لا پسې خرابوي. له بلې خوا په وزارتونو او ادارو کې د سرپرستۍ دوام د دې لامل شوی چې کاري روڼتیا، ځوابوینه او مسوولانه چلند او د خدماتو وړاندې کول په کلکه اغېزمن شي او له قانون او ځوابوینې څخه تېښتې او د فساد دوام ته لار هواره شي. فیفا د حکومت او ملي شورا تر منځ د همکارۍ او تعامل لپاره د هڅو هرکلی کوي او په ورته وخت کې د نظام د قواو تر منځ د تقابل او د ملي شورا د رول او دریځ له پامه غورځولو په اړه اندېښمنه ده او هغه د افغانستان د نوې ډموکراسۍ او نظام د ټیکاو په ګټه نه بولي. دا چې نوی حکومت باید ژر تر ژره خپله کابینه د تایید رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني، فیفا د حکومت له لوري معرفي شویو وزیرانو ته د ملي شورا د باور رایې په پروسه کې د سمون او روڼتیا ټینګښت لپاره د لاندې مواردو وړاندیز کوي: د باور رایې د میکانیزم اصلاح د باور رایه د حکومت له کړنو څخه د څارنې په برخه کې د پارلمان یو له قانوني چارو څخه ده. د اساسي قانون پر بنسټ، ولسمشر او یا مرستیالان یې باید د لوړې تر مراسمو وروسته ژر تر ژره د اساسي قانون په ۶۴، ۶۸ او ‍۱۵۷ مادو کې په ګوته شوي چارواکي د تایید رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني. ولسي جرګه مکلفه ده چې د کورنیو دندو د اصولو ۷۶ او ۷۹ مادو سره سم د ورپېژندل شویو چارواکو د تایید او یا رد په هکله تصمیم ونیسي. که څه هم ولسي جرګې ته د حکومت د وړاندیزي چارواکو د تایید او یا رد پروسه د کورنیو دندو په اصولو کې په ګوته شوې، خو د دغې پروسې د سمون او روڼتیا او د فساد مخنیوي لپاره فیفا ولسي جرګې ته د لاندې مواردو وړاندیز کوي: • ولسي جرګه باید ژر تر ژره حکومت ته ضرب الاجل وټاکي ترڅو د تایید او یا رد رایې ترلاسه کولو لپاره دغې شورا ته وزیران ور وپېژني. ولسي جرګه په دغه ضرب الاجل کې له حکومت څخه وغواړي چې د کابینې بشپړ نوملړ یوځای د باور رایې اخیستو لپاره دغې شورا ته ور وپېژني.

نور جزئیات


6/11/2020

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA