د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


عدلیې وزارت: ګډ سیستم د سیاسي ګوندونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي

کابل – د فیفا موسسې او د ټاکنیزو اصلاحاتو ګډې کاري ډلې د عدالت غوښتنې د غونډو په دوام کې خپله لسمه غونډه د عدلیې وزارت له اداري مرستیال سید محمد هاشمي سره په دغه وزارت جوړه کړه. د فیفا د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري دې غونډې ته د لار هواري په برخه کې د دغه وزارت د همکارۍ ستاینه وکړه او د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې یې د فیفا او عدالت غوښتنې د ډلې د کړنو په هکله خبرې وکړې او په هېواد کې یې د ډموکراسۍ په پیاوړتیا کې د سیاسي ګوندونو رول مهم وګاڼه. ښاغلي اصغري د عدلې وزارت له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د سیاسي ګوندونو د رول پیاوړتیا په برخه کې د خپل مهم رول څخه په ګټې لاس په کار شي او له دغه وزارت سره د ثبت شویو سیاسي ګوندونو د شمېر په هکله معلومات وړاندې کړي. نوموړي همدارنګه له دغه وزارت څخه وغوښتل ترڅو د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د وړاندیزي ټاکنیز سیستمونو په هکله د ټاکنیز سیستم اهمیت ته په پام سره چې د سیاسي ګوندونو د رول په پیاوړتیا یې لري، معلومات وړاندې کړي. د عدلیې وزارت مرستیال هم د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د فیفا له هڅو څخه د ستاینې او ښه راغلاست تر څنګ د سیاسي ګوندونو د رول پیاوړتیا مهمه وبلله او زیاته یې کړه: له دغه وزارت سره د ثبت شویو سیاسي ګوندونو شمېر ۵۷ ګوندونو ته رسېږي چې یوولس یې د سیاسي ګوندونو په قانون کې د په ګوته شویو شرایطو نه بشپړولو له کبله لغوه شوي دي. نوموړي د سیاسي ګوندونو په نوي قانون کې د غیرمنطقي او ډېر لوړو شرایطو زیاتوالی لکه په ۲۲ ولایتونو کې د څانګې درلودل، د سیاسي ګوندونو په حق کې یوه ستره جفا وبلله. ښاغلي هاشمي د څو اړخیز ټاکنیز سیستم په پرتله ګډ ټاکنیز سیستم غوره وګڼه او هغه یې د سیاسي ګوندونو د رول پیاوړتیا او ډموکراټیک کولو لپاره یوازینۍ لومړنۍ لار وګڼله. هغه د سیاسي ګوندونو د قانون په جوړولو کې د عدلیې وزارت رول مهم وګڼه او د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمېسیون کې یې د دغه وزارت د استازي له شتون څخه خوښي وښوده، خو د عدلیې وزارت په کړنو، کارکوونکو او سیستم کې د ځینو ستونزو شتون یې د دغه وزارت د کار د کیفیت زیاتوالي په برخه کې د داخلي ننګونو په توګه یاد کړل. . نوموړي له فیفا موسسې څخه هیله وکړه چې له دغه وزارت سره خپلې غونډې زیاتې کړي ترڅو په متقابلې همکارۍ سره وکړای شي د سیاسي ګوندونو قانون کې سمون رامنځته او د ګوندونو رول پیاوړی کړي. په پای کې د فیفا د پروګرامونو مسوول یو ځل بیا د ښاغلي هاشمي له ګټورو او اغېزمنو معلوماتو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې له دغه وزارت سره د همکارۍ لپاره تیار دي. ۱۳۹۴کال د مرغومي ۶مه

نور جزئیات


12/27/2015

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA