د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


(خبرپاڼه !د حکومت کابینې ته د ولسي جرګې د تایید رایه (د باور رایه

(د بېړني خپراوي لپاره/ سې شنبه، ۱۳۹۹ د تلې ۲۹مه) د لوړې تر مراسمو نږدې اتو میاشتو وروسته حکومت تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د کابینې غړي د تایید رایې (باور رایه) ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته استوي. په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له وړاندې د کابینې د غړو اسناد او سوابق دغې جرګې سره شریک کړي او په دې برخه کې د ولسي جرګې لومړنۍ ارزونې هم له وړاندې پیل شوي دي. حکومت په داسې حال کې د کابینې غړي د تایید رایې اخیستو لپاره دغې جرګې ته ورپېژني چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې زیاتره وزارتونه هم د ملي یووالي حکومت په کابینه کې او هم د نوي حکومت په کابینه کې «د وزارتونو او ادارو د سرپرستۍ قانون» په خلاف د سرپرستانو لخوا اداره کېدل. فیفا ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره د نوماندوزیرانو له ورپېژندلو څخه هرکلی کوي او دغه ګام د سرپرستۍ د کلتور پای ته رسولو او اساسي قانون او په هېواد کې د جمهوریت ارزښتونو ته د ورګرځېدو په مانا ګڼي او په هېواد کې د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې اساسي قانون او د قوا د توپیر اصل ته پکې درناوی کېږي او د ځواب ویلو او حساب ورکولو د پیاوړتیا لپاره پورته کېږي. په وروستیو کلونو کې له بده مرغه د ادارو د سرپرستۍ کلتور موږ پر اساسي قانون باندې ولاړ نظم څخه لیرې کړي وو او له بلې خوا يې فساد او له ځواب ویلو څخه تېښتې ته هم لار هواره کړې وه. دغه وضعیت ته د پای ټکی کېښودل د حکومت او ملي شورا ګډ مسوولیت دی چې په یوه رغنده تعامل کې پر اساسي قانون باندې ولاړ نظم د نظام ټول جوړښت ته راوګرځوي. دې ته په پام سره چې اوسنی حکومت هم د تېر دور په څېر د دوه اړخونو تر منځ د هوکړې پر بنسټ یوه توافقي کابینه لري، اوس دا په ولسي جرګې پورې اړه لري چې له ورته وضعیت څخه یو ځواب ویونکی او باکفایته حکومت ټولنې ته وړاندې کړي. فیفا د ملي شورا پر کړنو او په هېواد کې د ډموکراټیکو پروسو د یوه څارونکي مدني بنسټ په توګه او له دغې پروسې څخه د خلکو د غوښتنو په پام کې نیولو سره لاندې موارد په دغه پروسه کې د اندېښنو په توګه بیانوي او تمه لري چې ملي شورا په دې اړه روښانه او د منلو وړ ګامونه پورته کړي:

نور جزئیات


10/12/2020

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA