د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


مطبوعاتي خبرپاڼه : د وروستیو ناامنیو د زیاتوالي او د نړیوالو چوپتیا په تړاو

د افغانستان د خلکو غږ د سولې د خبرو اترو په درشل کې له ورته ناسم او ناوړه وضعیت سره د افغانستان خلک نور د راتلونکي او سولې لپاره هېڅ هیله نه لري چې د خپلې کورنۍ له ټولو غړو سره په ګډه ژوند وکړی شي. نن ورځ په افغانستان کې هره کورنۍ د خوځېدونکي مړي په توګه د خپلو هغو عزیزانو غم زغمي چې د هېواد د دفاع په لومړۍ لیکه کې، د درملنې او خدماتو په بهیر کې، په روغتونونو کې، ښوونځیو او روزنیزو مرکزونو کې، له سړک تېرېدو پر مهال او یا په خپلو کورونو کې وژل شوي دي. دغه ماشومان، ځوانان او سپین ږیري د دغه هېواد مادي او معنوي پانګه وه او د افغانستان په راتلونکي او هوساینې کې یې مهم رول لوبولی شوای. په افغانستان کې هره ورځ وېره اچونه او وژنې د دغې خاورې خلک نور بېحوصلې کړي او د هر ډول بېعدالتۍ، ظلم او وژنو پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي. په ورته وخت کې د افغانستان خلک په دې شکمن دي چې د نړۍ هېوادونه او د بشري حقونو سازمانونه د افغانانو د وژنو پر وړاندې هېڅ ډول مسؤلیت نه لري؟ ډېموکراسي او بشري حقونه، د ګډ کار ښکارندې، ګډ درد او یو د بل د درد درکول نه دي؟ طالب چې د مذهب په نامه، غل چې د بېوزلۍ په نامه او داعش چې د نوي نسل رامنځته کولو په نامه ظلم روا ګڼي، دوی به د خپلو جنایتونو لپاره کومه توجیه ولري؟ د ملکي وګړو او بېګناه خلکو وژنه په هېڅ مذهب کې هېڅ ډول مشروعیت نه لري او په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ توجیه نشته. له بلې خوا، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو استازي په افغانستان کې د سولې راوستلو او د جګړې پای ته رسولو په موخه په قطر هېواد کې شپې او ورځې تېروي او په خبرو اترو بوخت دي. خو له بده مرغه هره ورځ په سلګونه هېوادوال او د دوی وروڼه د ځان وژونکو، چاودنو او تعرضي بریدونو له لامله وژل کېږي، ټپیان او بېکوره کېږي او لا هم د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره د ژمنو ادعا کوي. دغه ناسم وضعیت د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره دردوونکی او د نه منلو وړ دی او غواړي چې د پای ټکی ورته کېښودل شي. همدا اوس د افغانستان بې دفاع خلک د شمال څخه سویل، له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې غمجن دي او د جنایي جرمونو، مرګاني بریدونو او وسلوالو غلاو کې ورځ تر بلې زیاتوالي له لامله په وېره کې ژوند کوي. د یادونې وړ ده چې دغه تاوتریخوالي خورا بدبختي رامنځته کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر او د رسنیو د راپورونو پر بنسټ په یوه اوونۍ کې تر ۱۰ زره زیاتې کورنۍ د جګړې له لامله بېځایه او زرګونه خلک وژل کېږي. ښځې، ماشومان او ملکي خلک له کوم منطقي توجیې څخه پرته د دغې جګړې پېټی پر اوږو وړي. یو ځل بیا د افغانستان خلک د سولې د مذاکراتو په دواړو خواوو غږ کوي چې جګړه نوره بس ده او بېړنی اوربند د افغانستان د خلکو اساسي اړتیاوې او د سولې د خبرو د پیل لپاره منل شوي اصول دي. څرګنده ده چې د جګړې دواړه خواوې خدای او خلکو ته د خپل ولس د هر څاڅکي وینې تویولو پر وړاندې مسؤل او ځواب ویونکي دي. نو له رښتینې او نه ماتېدونکې ارادې سره د خبرو اترو او هوکړې له لارې دغې بېمانا او تپل شوې جګړې ته د پای ټکی کېږدئ او پر عمومي اوربند باندې په هوکړې سره د تلپاتې سولې ټینګښت په موخه هدفمندو خبرو اترو ته لار هواره کړئ او پر دغې پروسې باندې د خلکو باور تضمین کړئ. له هغه پرته د افغانستان د خلکو غږ چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو څخه راپورته کېږي، وړاندیز کوي چې په دوحه کې د خبرو اترو دوام بېمانا دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

نور جزئیات


10/27/2020

نېټه

فیفا

خپروونکی

مطبوعاتي خبرپانه

ډول

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2020 | FEFA