خبرپاڼه د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو او د ټاکنیزو اصلاحاتو اړوند موضوعاتو د هېرېدو او کمرنګي په اړه د فیفا اندېښنه
کابل – ۱۳۹۹/ د لیندۍ ۲۵مه د بېړني خپراوي لپاره د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د سولې پر پروګرام چې د افغانستان د خلکو پخوانۍ هیله ده، د افغانستان د اسلامي جمهوریت تمرکز هرکلی کوي او هغه د ټولو کورنیو او نړیوالو اړخونو اساسي لومړیتوب ګڼي چې همکارۍ، ملاتړ او پیاوړتیا ته اړتیا لري. خو په ورته وخت کې د ټاکنو موضوع څنډې ته کېدو او د غزني د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د روښانه پلان د طرح کولو په موخه د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د پلان نشتوالي څخه اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان اساسي قانون له اصلي مواردو او همدارنګه د ارګ او سپېدار تر منځ د سیاسي هوکړې یوه برخه ده. د اوسني وضعیت دوام دا وېره رامنځته کوي چې ټاکنې د تېرو شلو کلونو په بهیر کې د جمهوري نظام د اصلي اساساتو او لاسته راوړنې په توګه هېرې شي او د جمهوريت د خبرو اترو ډله به د دې توان ونه لري چې د سولې خبرو اترو پر مېز له دغه اصل څخه د یوه ارزښت او د ښاروندۍ حق او په ورته وخت کې په هېواد کې د تلپاتي ټیکاو ټینګښت لپاره د اساسي کرښې په توګه دفاع وکړي. فیفا د ټاکنو په پروسه کې د یوه فعال بنسټ په توګه په دوامداره توګه د ټاکنیزو کمېسیونونو او په دې برخه کې د ښکېلو دولتي بنسټونو کړنې له دوی سره د غونډو جوړولو او فعالیت او پرمختګونو د کتنې له لارې څاري او پلټي او رغنده طرحې او وړاندیزونه ورکوي ترڅو د لویو او جدي ستونزو مخنیوی وشي. د ټاکنیزو اصلاحاتو یو اساسي رکن د ټاکنیزو قوانینو د اصلاح موضوع ده، چې باید په ټاکنو کې د ټولو ښکېلو اړخونو لپاره روښانه او بشپړ لارښود وړاندې کړي. لکه څنګه چې خبر یاست، د ټاکنو په قانون کې د تعدیل او زیاتوالي طرحه چې د ۱۳۹۷ کال د کب په لومړۍ نېټه د ولسمشر تقنیني فرمان کې صادر شو، د دې لامل شو چې د ۱۳۹۸ ولسمشریزې ټاکنې د ټولو نیمګړتیاو او تشو سره ترسره شي. خو د ټولو خواو موندنې دا وې چې د ټاکنو تقنیني فرمان باید له بېلابېلو اړخونو اصلاح او تعدیل شي. که څه هم دغه تقنیني فرمان د اساسي قانون د احکامو خلاف د اوږدې مودې لپاره په ولسي جرګه کې رایې اخیستنې ته وړاندې نه شو، خو د اساسي قانون دغه سرغړونې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت ته فرصت برابراوه چې د ټاکنو اړوند بنسټونو، سیاسي ګوندونو او حقوقو او ټاکنو د چارو څانګپوهانو سره په همغږي یوه بشپړه او اصلاح شوې طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړي. که څه هم د عدليې وزارت د ټاکنو قانون د تعدیلي طرحې د اصلاح او چمتو کولو په برخه کې یو لړ ناستې او مطالعات کړي خو تر اوسه دغه طرحه هم نه ده نهایي شوې او له بده مرغه د لاسته راغلو معلوماتو له مخې ولسي جرګې د ټاکنو پر تقنیني فرمان باندې د بحث موضوع د روان کال د لیندۍ ۲۶مې عمومي غونډې په اجنډا کې شامله کړې ده. په دواړو حالتونو کې یانې که چېرې دغه فرمان د ملي شورا دواړه جرګې تایید کړي په دې مانا دی چې ټولې هغه ستونزې چې په تېرو ټاکنو کې وې، لاینحلې به پاتې شي او د ټاکنیزو قوانینو اصلاحاتو موضوع چې سیاسي اړخونو پرې هوکړه کړې نفي کېږي. په دویم حالت کې که چېرې تقنیني فرمان د ملي شورا دواړه جرګې رد کړي، د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو کمېسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو قانون چې په ۱۳۹۵ کال ملي شورا تصویب کړی د اجرا کېدو وړ دی چې اغېزې یې د جوړښت له مخې پر ټاکنیزو ادارو او ځینو پرمختګونو راځي چې د ۱۳۹۷ ولسي جرګې ټاکنو او د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو پر مهال شوي
FEFA
فیفا
خبرپاڼه د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو او د ټاکنیزو اصلاحاتو اړوند موضوعاتو د هېرېدو او کمرنګي په اړه د فیفا اندېښنه
ملی او نړیوال مطبوعات
. د یادونې وړ ده چې فیفا تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته او په ځانګړې توګه په روان کال کې له ټاکنیزو کمېسیونونو سره یوشمېر غونډې کړي او تل یې د ټاکنو کمېسیون څخه غوښتي چې د خپلو قانوني صلاحیتونو له مخې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحې مسوده چمتو کړي او له ښکېلو بنسټونو او سیاسي ګوندونو سره تر سلا وروسته هغه د عدلیې وزارت سره چې د ټاکنو قانون پر نوې طرحې کار کوي شریکه کړي، چې له بده مرغه د ټاکنو کمېسیون ونه توانېده چې د قانون د طرحې پر مسودې لکه څنګه چې موږ ورته وړاندیز کړی وو کار وکړي. بیا هم فیفا به په څو غونډو کې د ټاکنو تخنیکي او عملیاتي مواردو کې اصلاحي طرحې وړاندې کړي او همدارنګه د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه به د ټاکنو کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي او د ټاکنیزو اصلاحاتو پروسې سره د مرستې لپاره خپله دوامداره ژمنتیا څرګندوي. لکه څنګه چې یادونه وشوه، د عدلیې وزارت د تېرو څه دپاسه درېیو میاشتو لپاره د ټاکنو قانون کې د تعدیل پر طرحې کار کړی دی. فیفا د عدلیې وزارت له ښاغلي وزیر سره د خبرو تر څنګ وتوانېد چې د یاد وزارت تخنیکي ټیم سره چې د همدې موخې لپاره رامنځته شوی، څو غونډې وکړي او همدارنګه د ټاکنو قانون د نوې طرحې د بډاینې لپاره خپلې طرحې او وړاندیزونه هم تشریح او وړاندې کړي. همدارنګه فیفا د ولسي جرګې اداري پلاوي او د دغې جرګې د مشر دفتر ته یو رسمي مکتوب استولی او د ولسي جرګې له مشر او اداري پلاوي څخه یې غوښتي چې د ټاکنو قانون د تقنیني فرمان په اړه رایه اخیستنه وځنډوي او له عدلیې وزارت او نورو مسوولو بنسټونو څخه وغواړي چې د اړوندو بنسټونو سره په سلا د ټاکنو قانون نوې طرحه چمتو او د رایې اخیستنې لپاره یې ولسي جرګې ته واستوي. د یادو نیمګړتیاو او تشو د ډکولو لپاره فیفا د افغانستان دولت او مسوول بنسټونو ته د دغو مواردو وړاندیز کوي: ۱. ولسي جرګه د ټاکنو قانون کې د تعدیل او زیاتوالي په هکله د ولسمشر پر تقنیني فرمان رایه اخیستنه د (لیندۍ ۲۶مې) له اجنډا څخه وباسي او د عدلیې وزارت ته فرصت ورکړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او نورو ښکېلو بنسټونو له خوا د ټاکنو قانون طرحې له ترلاسه کولو وروسته د ټاکنو قانون نوې طرحه د رایې اخیستنې لپاره ولسي جرګې ته واستوي. ۲. له ولسي جرګې په درنښت هیله کوو چې د ټاکنو کمېسیون څخه وغواړي چې خپله تعدیلي طرحه د ټاکنو د تخنیکي او عملیاتي پروسې د سمون په موخه عدلیې وزارت ته وړاندې کړي ترڅو داسې واحده طرحه چې د بېلابېلو اړخونو د طرحو او نظریاتو منعکسوونکې وي، د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کړي. ۳. د عدلیې وزارت په ټاکنو کې د ټولو ښکېلو خواو د نظرونو او وړاندیزونو زېږنده وروستۍ طرحه ژر تر ژره ولسي جرګې ته وړاندې کړي او د دغې جرګې د درنو غړو د تایید او یا رد وړ وګرځي. باید په یاد ولرو چې په ملي شورا کې د ټاکنیزو قوانینو بحث باید ډېر اوږد نه شي ځکه چې بیا هم د اساسي قانون د حکم پر بنسټ د ولسي جرګې د تقنیني دورې د وروستي کال او د ټاکنو پر قانون د بحث په برخه کې د دوی د نه صلاحیت مسئله مطرح کېږي. ۴. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عدلیې وزارت ته د تعدیلي طرحې د وړاندې کولو تر څنګ د غزني د ولسي جرګې، د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو پلان وروستی او د افغانستان حکومت سره همغږی کړي ترڅو د مالي او امنیتي ملاتړ په برخه کې یې پلان جوړ شي. په دې برخه کې د ۱۴۰۰ کال بودجې په طرحه کې د بودجوي پلان نشتوالي او له بلې خوا د غزني ولایت او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د تمویلوونکو هېوادونو د لېوالتیا نشتوالي له کبله د فیفا اندېښنه پرځای ده. ۵. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له مشرتابه څخه غواړو چې په سیاسي هوکړو کې د خپلو ژمنو سره سم د سولې مذاکراتو کې د بریالیتوب لپاره د هڅو تر څنګ چې د ولس مهمه اړتیا او غوښتنه ده، د سولې په مذاکراتو کې د جمهوریت او د هغه د ارزښتونو دفاع کوونکي په توګه ټاکنیزو اصلاحاتو او د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته جدي پاملرنه وکړي او لګښت یې د ۱۴۰۰ کال په بودجه کې په پام کې ونیسي. ۶. له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د دولت او د ولسواکي نظام د ملاتړو په توګه غواړو چې د سولې مذاکراتو له پروسې څخه د خپل ملاتړ تر څنګ د دغې پروسې د سمون په برخه کې د اړتیا وړ ملاتړ ونه سپموي. ومن الله توفیق د فیفا مطبوعاتي ډله
12/15/2020
فیفا
خبرپاڼه
کابل
پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 82-0060-0772
د اړیکې شمېره: 52-3636-0782
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA