د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


خبرپاڼه: د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د ښاروالیو ټاکنو ترسره کولو په هکله

کابل – ۱۳۹۹/د مرغومي ۳۰مه، بېړني خپراوي لپاره د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) په ۱۴۰۰ کال کې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د لویو ښارونو د ښاروالیو د ټاکنو ترسره کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چمتووالي خبر ورکولو او له دغې طرحې څخه د افغانستان حکومت د ملاتړ هرکلی کوي او دغه چاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون له مکلفیتونو او لار هوارول یې د حکومت له دندو څخه ګڼي. خو په یوه کال کې د څلورو ټاکنو ترسره کولو لپاره د لازمو اسانتیاو او ظرفیت په برخه کې خپله اندېښنه څرګندوي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د راتلونکو څلورو ټاکنو ترسره کولو د پلان تر نهایي کولو مخکې په بېلابېلو برخو کې لازم اصلاحات راوستي وای او د بېلابېلو پړاونو د اصلاح لپاره یې د څارونکو بنسټونو او سیاسي ګوندونو وړاندیزي طرحې په پام کې نیولې وای. همدارنګه اړتیا وه چې کمېسیون د راتلونکو څلورو ټاکنو ترسره کولو په هکله له څارونکو بنسټونو او سیاسي ګوندونو سره مشورتي غونډې جوړې او د هغو لیدلوری یې ترلاسته کړی وای. د ټاکنو کمېسیون باید د یادو ټاکنو په یوه وخت او یا جلا جلا ترسره کولو په اړه معلومات وړاندې کړي. همدارنګه د افغانستان حکومت باید د یادو ټاکنو لپاره د اړتیا وړ بودجې چمتو کولو په هکله وضاحت ورکړي او د تمویل سرچینې یې مشخصې کړي. که چېرې په پام کې وي چې دغه ټاکنې له ملي بودجې څخه تمویل شي، نو باید د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې په سند کې شامل شي او له پارلمان سره شریک شي او که چېرې له بهرنیو سرچینو تمویلېږي هم باید مشخص شي. د ټاکنو یو له اساسي اصولو څخه د هغو عموميتوب دی. خو د افغانستان ناسم امنیتي وضعیت به د دغه اصل د پلي کېدو مخه ونیسي. اوس مهال د کابل په شمول د ټولو ولایتونو امنیتي وضعیت په کلکه خراب او د اندېښنې وړ دی او په ورته حالت کې به د ټاکنو ترسره کول له ننګونو او ستونزو څخه ډکې وي. د افغانستان حکومت باید د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره پر منظم او د پلي کېدو وړ امنیتي پلان باندې کار وکړي. حکومت باید د رایې اچونې د مرکزونو، کارکوونکو، څارونکو او رایې اچوونکو د امنیت ټینګښت لپاره پر منظم پلان باندې کار وکړي او د امنیت ټینګښت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي. که چېرې د افغانستان حکومت ونه شي کړای د منلو وړ ټاکنو ته لار هواره کړي نو له طالبانو سره د مذاکرې پر مېز هم نه شي کولی چې له جمهوریت او ولسواکۍ او تر ټولو اساسي رکن څخه یې چې ټاکنې دي، په پرېکنده توګه دفاع وکړي. نو اړتیا ده چې د سمو ټاکنو ترسره کولو لپاره خپله پوره هڅه وکړي. د افغانستان حکومت همدارنګه اړتیا لري چې د سولې مذاکراتو له وضعیت او د ټاکنو پر پروسې یې د پایلو په اړه هراړخیزه او څرګنده شننه وکړي ترڅو د ټاکنو پر پروسې یې د منفي اغېزو مخه ونیول شي. افغانستان په ډېرو حساسو شرایطو کې دی او اړتیا ده چې هر ګام په پوره غور او پام سره پورته شي ترڅو یې پر ملي پروسې د خلکو باور او ولسواکۍ باندې د منفي اغېزو مخنیوی وشي. ومن الله توفیق

نور جزئیات


1/19/2021

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA