د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


خبرپاڼه:د ټاکنیزو اصلاحاتو په راوستلو کې د ټاکنو کمېسیون ناغېړي بحراني ټاکنو ته لار هواروي

کابل، ۱۳۹۹/ د سلواغې ۲۸مه – بېړني خپراوي لپاره د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځنډېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او باوري ده چې د ټاکنیزو اصلاحاتو ځنډول او د وخت ضایع کول د ټاکنو پر پروسې، د ټاکنو پر پروسې باندې د خلکو باور راژوندي کولو، د ټاکنو ترسره کولو لپاره د نړیوالو مرستو ترلاسه کولو او د ټاکنو پایلو باندې ناوړه اغېزه کوي. ټاکنیز اصلاحات د ولسمشر او د ملي روغې جوړې شورا د مشر تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک یوه برخه هم ده او په هغه کې له بایومټریک څخه د معیاري ګټې اخیستنې او د ټاکنیز نظام بدلون په شمول د حقوقي، تخنیکي او کادري اصلاح باندې ټینګار شوی دی. د وروستیو ټاکنو ستونزو او ننګونو وښوده چې د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستلو په موخه د لازمو ګامونو پورته کول یوه مهمه او اړینه چاره ده. سربېره پر دې د امریکا د ځانګړي تفتیش اداره یا (سیګار) هم په خپل نوي راپور کې د افغانستان د ټاکنو له کمزورتیاو څخه پرده پورته کړې او د لازمو ټاکنیزو اصلاحاتو پر تطبیق یې ټینګار کړی دی. فیفا تر وروستيو ولسمشریزو ټاکنو وروسته او د ټاکنو پروسې له بېلابېلو مرحلو څخه د خپلو څارنیزو موندنو پر بنسټ د حقوقي، تخنیکي او کادري اصلاح، له بایومټریک څخه ګټې اخیستنې او د ټاکنیز نظام بدلون په هکله یوشمېر وړاندیزونه چمتو او له ټاکنیزو کمېسیونونو او نورو ښکېلو بنسټونو سره شریک کړي ترڅو د اصلاحاتو راوستلو او ټاکنو پروسې ټولو مرحلو د اصلاح لپاره لازم ګامونه پورته کړي؛ خو لکه څنګه چې لیدل کېږي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د حقوقي، تخنیکي او کادري اصلاح، له بایومټریک څخه ګټې اخیستنې او د ټاکنیز نظام بدلون لپاره لازم اساسي ګامونه نه دي پورته کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د مدیریت کوونکي او ترسره کوونکي مسوول بنسټ په توګه هېڅ داسې اساسي ګام نه دی پورته کړي چې ټاکنیزو اصلاحاتو ته لار هواره کړي. کمېسیون د څو میاشتو په تېرېدو تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ټاکنو قانون د تعدیل په هکله خپله طرحه نهایي کړي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو یوه مهمه برخه ده او د ټاکنو حقوقي اصلاحاتو لپاره لار هواروي. په داسې حال کې چې کمېسیون په تېرو څو میاشتو کې کولای شوی چې له فرصت څخه سمه ګټه واخلي او د ټاکنو قانون د تعدیل په هکله یوه جامع طرحه چمتو او د طی مراحلو لپاره یې عدلیې وزارت ته وړاندې کړي، خو تر اوسه د دغه کار په ترسره کولو نه دی توانېدلی. د ټاکنو قانون د تعدیل طرحې نهایي کولو او عدلیې وزارت ته یې په وړاندې کولو کې د کمېسیون کمزورتیا د شته وضعیت دوام او د ټاکنیزو اصلاحاتو د برخلیک ګونګ پاتې کېدو ته لار هواروي. کمېسیون د دې پر ځای چې پر ټاکنیزو اصلاحاتو تمرکز او کار وکړي چې د ښو ټاکنو ترسره کولو لپاره یو شرط دی، د څلورو ټاکنو (د غزني ولسي جرګې ټاکنې، د ولایتي شوراګانو ټاکنې، ولسوالیو شوراګانو ټاکنې او د لویو ښارونو د ښاروالیو ټاکنې) ترسره کولو لپاره پر پلان جوړونې تمرکز کړی دی. هغه کار چې د ټاکنو لازمو اصلاحاتو پرته او د هېواد په شته وضعیت کې به له ګڼو ننګونو سره مخامخ شي او پایله یې هم ستونزه جوړوونکې ده.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

2/16/2021

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA