د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د افغانستان د مخکښو ځوانانو شبکې پرانیست غونډه جوړه شوه!

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د تېرو شپږو کلونو په اوږدو کې د هېواد ۹۵ مخکښ ځوانان په ګوته او معرفي کړي دي. دغه تجربه او تخصص لرونکي ژمن ځوانان د معتبره او بېپرې پلاوي لخوا د دوی د اسنادو او مدارکو او همدارنګه په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې یې د اغېزناکتیا تر پلټنې وروسته ټاکل شوي دي. له دغو ځوانانو څخه یوشمېر یې په هېواد کې دننه او یوشمېر یې بهر مېشت دي او په لویو ملي پروسو او بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې د رغنده بدلون رامنځته کولو په موخه د دوی له پوهې او تخصص څخه ګټه نه ده اخیستل شوې. نو د دې لپاره چې دغه ۹۵ ځوانان سر یو موټي او له پوهې او تخصص څخه یې اغېزناکه ګټه واخیستل شي فیفا د کال د مخکښو ځوانانو د شبکې رامنځته کولو ګام پورته کړ. ټاکل شوې ده چې دغه شبکه د فکر خونې په توګه عمل وکړي او په لویو ملي پروسو او بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د ملي اغېزناکو طرحو په چمتو کولو او وړاندې کولو او نوښت کې د مخکښو ځوانانو له پوهې او تخصص څخه ګټه واخیستل شي. دغه ۹۵ ځوانان په بېلابېلو برخو کې پوهه، تخصص او تجربه لري؛ له دې کبله په پام کې ده چې د دوی د تخصص او تجربې په پام کې نیولو سره د کال د مخکښو ځوانانو شبکې د بېلابېلو کاري کمېسیونونو په چوکاټ کې په دنده وګومارل شي. د افغانستان د مخکښو ځوانانو د شبکې پرانیست غونډه روان کال د کب په ۶مه د فیفا مرکزي دفتر کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د تېرو شپږو کلونو ګڼ شمېر پېژندل شویو مخکښو ځوانانو په حضوري او آنلاین توګه ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د فیفا د ښځو او ځوانانو برخې مسوولې وږمه عزیزي د غونډې اجنډا تشرېح کړه او موخه یې بیان کړه. ورپسې د فیفا سرپرست محمد نعیم اصغري د مخکښو ځوانانو د شبکې رامنځته کولو د موخې او انګېزې په اړه خبرې وکړې. ښاغلي اصغري د یوې داسې ملي فکر خونې نشتوالی چې په هېواد کې د اغېزناکو پروګرامونو او طرحو چمتو او وړاندې کولو توان ولري، د یوې سترې ننګونې په توګه یاد کړ او د هغو ځوانانو له تخصص، پوهې او تجربې څخه پر ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ چې پاکه کاري سابقه، د وطنپالنې احساس او اغېزناک لیدلوری لري. په دوام کې د مخکښو ځوانانو د شبکې غړې او په پارلمان کې د جوزجان د خلکو استازې مېرمن حلیمه صدف کریمي د مثبت بدلون په رامنځته کولو کې د زده کړو لرونکو او څانګپوه (متخصص) ځوانانو رول په هکله وینا وکړه او د دغو ځوانانو یو موټي کېدل یې مهم وګڼل. همدارنګه د مخکښو ځوانانو د شبکې بلې غړې او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستیالې ډاکټر عاطفه طیب د مخکښو ځوانانو د یو موټي کېدو او له لیدلوري او طرحو څخه یې د سمې ګټې اخیستنې په هکله وینا وکړه او د دوی د لاسته راوړنو او بدلون راوستلو پر درناوي یې ټینګار وکړ. ورپسې د مخکښو ځوانانو د شبکې غړي خوشحال آصفي او د آریانا ټلویزیوني شبکې مشر د مخکښو ځوانانو له تخصص، پوهې او تجربې څخه د ګټې اخیستنې په اړه وینا وکړه او ویې ویل چې د شبکې غړي باید د تخصص او تجربې پر بنسټ په بېلابېلو کمېسیونونو کې وګومارل شي ترڅو له یوې خوا شبکه تخصصي او اغېزناکې طرحې وړاندې کړای شي او له بلې خوا مخکښو ځوانانو ته لار هواره کړي چې له خپلې پوهې او تخصص څخه ګټه واخلي. د غونډې په دوام کې د مخکښو ځوانانو د شبکې غړو مسلم شېرزاد، ثناالله ځاځی، مسعود پشتون، آقا محمد قریشي، منیژه رامزي، حجاز الحق دانشیار او طیب همدرد ویناوې وکړې او د شبکې او د کار او فعالیت څرنګوالي په هکله یې خپل لیدلوري څرګند کړل. په پای کې لیدلوري او نظرونه جمع بندي شول او پرېکړه وشوه چې د فیفا همکاران د شبکې د کمېسیونونو رامنځته کولو، موخو، چلنلارې او ستراتېژۍ مسوده چمتو کړي او د بډاینې او نهایي کولو په موخه د شبکې ټولو غړو سره شریکه شي ترڅو د هغې له مخې نهایي طرحه چمتو شي او شبکه په رسمي توګه د شتون اعلان

نور جزئیات


2/25/2021

نېټه

فیفا

خپروونکی

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA