د ملي مصالحې عالي شورا له مرستیال سره لیدنه!
د فیفا مشرتابه نن دوشنبه (۱۳۹۹ د کب ۴مه) د مصالحې عالي شورا له مرستیال ښاغلي اسدالله سعادتي سره ولیدل. په دغه لیدنه کې د فیفا سرپرست محمد نعیم اصغري د سولې په برخه کې د فیفا د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او د سولې په اړه د فیفا د پروګرامونو او طرحو په هکله یې معلومات وړاندې کړل. ښاغلي سعادتي د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون غړیتوب درلود او د ټاکنو اصلاحاتو په وړاندیزي طرحه کې یې څرګند رول درلود او په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې هم د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنډلې له تخنیکي غړو څخه و، پر دې بنسټ د فیفا مشرتابه په دغه ناسته کې د ټاکنو اصلاحاتو او د ټاکنو قانون د تعدیل د اړتیا په هکله هم له ښاغلي سعادتي سره خبرې اترې وکړې.
2/22/2021
فیفا
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA