د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د سولې لپاره د عدالت غوښتنې د شبکې دویمې مشورتي غونډې راپور

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) روان کال د زمري په ۳۰مه د سولې پروسې اړوند د همغږۍ دویمه غونډه په انلاین توګه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان د سولې پروسې د بحث په موخه له کابل او نورو ولایتونو څخه د سولې د عدالت غوښتنې شبکې شل غړو برخه اخیستې وه. د غونډې په پیل کې ښاغلي نعیم اصغري اجنډا تشرېح کړه او ورپسې د سولې لپاره د عدالت غوښتنې شبکې غړي او د هرات ولایتي څانګپوهانو مشر ښاغلي رفیق شهیر د سولې خبرو د اجنډا "د خبرو اترو لومړیتوب او د خبرو په بهیر کې د بحث وړ لومړنۍ موضوعګانې" په اړه خبرې وکړې. ښاغلي رفیق شهیر د وضعیت تر لنډې شننې وروسته د هغو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې چې د سولې د خبرو په اجنډا کې باید شاملې شي. ښاغلي شهیر وویل:"د خبرو اترو بریا تر یوه بریده د مرکچي پلاوي په وړتیا او توان پورې اړه لري. څومره چې پلاوی پیاوړی وي او څومره چې استدلال قوي وي، هغومره د خبرو مېز ته قوي ښکاري." ورپسې ښاغلي شهیر د خبرو لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې اوس مهال افغان دولت د اوربند پر رامنځته کولو ټینګار کوي او غواړي چې د خبرو اترو په اجنډا کې لومړۍ موضوع اوربند وي؛ خو د طالبانو اړخ د دې غوښتنې سره مقاومت کوي، ځکه چې پوهېږي د اوربند ټینګېدل به د دوی ځواکونه کمزوري کړي، نو له دې غوښتنې سره مخالفت کوي. ښاغلي شهیر وویل:"د سولې د خبرو اجنډا لومړۍ موضوع باید د نظام ساتل وي. نظام په ډېرو لګښتونو رامنځته شوی او ساتل یې باید لومړیتوب وي. سربېره پر دې د سیاسي - مدني ارزښتونو په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ساتنه هم اهمیت لري. د ښځو د حقونو پر سر هر ډول معامله په شا تګ ګڼل کېږي. سربېره پر دې، د افغانستان د امنیتي سکتور او جوړښتونو ساتنه هم باید یو لومړیتوب وي، ځکه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې امنیتي بنسټونه او جوړښتونه په ډېرو لګښتونو رامنځته شوي دي." ښاغلي شهیر دا هم وویل چې د خبرو اترو په بهیر کې د سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو او د نړیوالو تړونونو په اړه چې افغانستان ورسره یوځای شوی، خبرو ته اړتیا ده او په اړه یې د منلو وړ پایلې ته ورسېږي. ښاغلي شهیر له ترهګرو ډلو لکه القاعدې سره د طالبانو د اړیکې پرې کولو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ په هوکړه کې طالبانو ژمنه کړې چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، خو ولیدل شول چې طالبان په دغه ژمنه کې بریالي نه دي، نو د افغانستان مرکچي پلاوی باید د خبرو اترو په مېز له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې پرې کولو په اړه هم خبرې وکړي تر څو ډاډ ترلاسه شي د خبرو اترو او د سولې پروسې بریا وروسته به طالبان له ترهګرو ډلو سره هېڅ اړیکه ونه لري. ښاغلي شهیر په پای کې د دواړو خواو پر انعطاف او نرمښت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل:"په خبرو اترو کې باید د یو څه لاسته راوړلو لپاره بل څه له لاسه ورکړل شي نو اړتیا ده چې په دواړو خواو کې انعطاف وښودل شي، خو ځینې یاد شوي موارد باید سره کرښه وي."

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

8/20/2020

نېټه

FEFA

خپروونکی

Kabul

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA