د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


فیفا، ټاکنیز اصلاحاتو کمېسیون او سیاسي ګوندونو استازو په درې اړخیزه غونډه کې د ټاکنیز نظام بدلون په هکله بحث

د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو استازو د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو کمیسیون له پلاوي سره په مخامخ ډول د ټاکنیز نظام د اصلاح ځانګړي کمیسیون په وړاندیزونو پر درې برخو بحث وکړ. دا غونډه چې د فیفا موسسې په تخنیکي او تسهیلاتي همکارۍ جوړه شوې وه، لومړی د فیفا اجرایيوي مشر ښاغلي محمدیوسف رشید مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا د فعالیتونو یادونه وکړه او هم یې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کړنو ستاینه وکړه. ښاغلي رشید وویل:" د وړاندیزونو درې برخې چې یوځل بیا د حکومت لخوا د زیات غور لپاره رد شوی، خورا مهمې برخې دي چې باید ټول ښکېل بنسټونه په دې برخه کې په همکارۍ او د پلي کېدو لپاره یې هڅه وکړي. ښاغلي رشید همدارنګه د ټاکنیز نظام د بدلون مسلې د مهم ګڼلو ترڅنګ په هغه کې د ګوندونو رول د پام وړ وباله. ورپسې د فیفا موسسې د ټاکنو د څانګې مسوول ښاغلي رحمت الله صالحي د ټاکنیز سیستمونو لکه د لستي تناسبي سیستم، په هکله د پاورپاینټ له لارې معلومات وړاندې کړل او د هر یوه مثبت او منفي ټکي په ګوته شول. د ټاکنیز نظام د اصلاح کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي د دغه پروګرام د پرمخ بېولو لپاره د فیفا له موسسې څخه مننه او ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دغه کمیسیون به د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره خپل ماموریت په سمه توګه پرمخ بیایي. ښاغلي توحیدي د اصلاحاتو رامنځته کولو اړتیا ته اشاره وکړه او هم یې د دغه کمیسیون له رامنځته کېدو څخه تر اوسه کړنې تشرېح کړې. نوموړي وویل چې د حکومت لخوا د دوی د وړاندیزونو د لس برخو څخه هرکلی، خورا هیله من کوونکی او مخ پر وړاندې یو لوی ګام دی او هڅې روانې دي ترڅو په دویم ځل وړاندیزونو کې درې ناتایید شوې برخې له لازیات غور او دقت څخه وروسته یوځل بیا حکومت ته وړاندې شي. د دغه کمېسیون بل غړي صالح محمد ریګستاني هم د ولسمشر لخوا د رد شویو درې برخو (ټاکنیزې حوزې، د روڼتیا کمېټه او نوی ټاکنیز نظام) په هکله وینا وکړه

نور جزئیات


5/10/2015

نېټه

21

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA