د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ څلورمه ناسته

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې ادارې، د ښځو چارو وزارت، د افغانستان د ټاکنو څارونکې، د ښځو مشارکت او د ازادو او عادلانه ټاکنو د څارنې بنسټ (FETWA) د درنو استازو په ګډون د همغږۍ څلورمه غونډه جوړه کړه. د غونډې په سر کې د فیفا د پروګرامونو مسوول ښاغلي محمد نعیم اصغري د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د غونډې موخې او اجنډا تشرېح کړه او له ګډون کوونکو څخه یې وغوښتل چې خپل معلومات وړاندې کړي. د اجنډا له مخې د غونډې لومړنی ویناوال د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر او ویاند ښاغلي دوکتور عبدالبدیع صیاد په اجنډا کې د شته موضوعاتو په هکله چې لاندې یې یادونه شوې، معلومات وړاندې کړل. ۱. د ټاکنو له څارونکو بنسټونو سره د کمیسیون همغږي او له دوی سره د هوکړه لیک لاسلیکول؛ ۲. د ټاکنیزو حوزو برخلیک؛ ۳. د ټاکنو د مهالوېش اعلان او له څارونکو بنسټونو سره یې شریکول؛ ۴. د رایې ورکونې د مرکزونو د ثبیتولو د کار پایله او له ښکېلو بنسټونو سره د مرکزونو د لېسټ د شریکولو وخت؛ ۵. د رایې ورکوونکو د نوملړ د چمتو کولو کړنلاره او تطبیقي پلان؛ ۶. د نظام بهر سیاستوالو منطقي غوښتنو ته د کمیسیون د منلو وړ ځواب؛ ۷. د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو لپاره د وسایلو برابرول او په دې برخه کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ادارې او د مخابراتو وزارت د همکارۍ څرنګوالی؛ ۸. د دغه بنسټ د ولایتي مسوولینو په شمول د دایمي کارکوونکو د استخدام لپاره ګامونه؛ ښاغلي صیاد د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه د فیفا موسسې له هڅو څخه مننه وکړه او یاد موارد یې په لاندې ډول بیان کړل: ۱. د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو له څارونکو بنسټونو سره همغږۍ او همکارۍ ته ژمن دی او هڅه کوي ترڅو د همدې میاشتې په اوږدو کې د ټاکنو څارونکو بنسټونو سره د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړي او د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه کړي. ۲. د ټاکنیزو حوزو په هکله تصمیم نیول د کابینې صلاحیت دی او تعمیل یې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې پورې اړه لري. د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو د تقنیني فرمان د ۲یمې مادې له مخې او د سیمه ایزو ارګانونو، د مرکزي احصائیې او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د معلوماتو په رڼا کې د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو طرحه چمتو کړې او میاشتې وړاندې یې حکومت ته استولې خو حکومت د تایید یا رد په هکله هېڅ تصمیم نه دی نیولی.

نور جزئیات


10/8/2017

نېټه

12

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA