د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې د عدالت غوښتنې غونډه

د فیفا موسسې د عدالت غوښتنې خپله اوومه غونډه د کلیو د پراختیا وزارت د پروګرامونو د معینیت له سلاکار هارون رشید او د یاد وزارت د وړتیا د لوړولو مسوول افغان په مرسته جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې د بنسټونو او د رسنیو استازو هم ګډون لاره. د غونډې په سر کې د فیفا د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د ټاکنیزو اصلاحاتو د اهمیت، د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا او د کاري ډلې د هڅو او په راتلونکو ټاکنو کې په تېره بیا د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې د کلیو د پراختیا وزارت د رول په هکله په تفصیل سره څرګندونې وکړې. ورپسې د کلیو د پراختیا وزارت د پروګرامونو د معینیت سلاکار هارون رشید له فیفا موسسې او د عدالت غوښتنې د ډلې له غړو څخه په مننې د فیفا دغه کار یو نېک ګام وباله او مننه یې وکړه. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو کمیسیون په پام کې لري ترڅو د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې هم وکړي چې دغه بهیر تیاریو ته اړتیا لري، د کلیو د پراختیا وزارت چې د کلیو او ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو د جوړولو تجربه لري، په دې برخه کې له اړوند بنسټونو څخه څه مرسته کولای شي او دا شوراګانې یې له کوم میکانیزم څخه په ګټې جوړې کړې دي. نوموړي ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي ورپسې ښاغلي افغان څرګنده کړه چې د هېواد په کلیو او بانډو کې د ستونزو هواري لپاره چې هغه مهال د سیمه ییزو ارګانونو په نامه کومه اداره نه وه، د کلیو او ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو د جوړولو لپاره یې خپل کار پیل کړ چې د کلیو پراختیایي شورا یا (CDC) یې رامنځته کړل چې شمېر یې ۳۵۰۰۰ شوراګانو ته رسېده. په دویم پړاو کې د ولسوالیو په کچه د اړتیا او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو له کبله پرېکړه وشوه چې د ټاکنو په یوه عمومي غونډه کې دوه نارینه او یوه ښځه د کلي له هرې پراختیایي شورا څخه د ولسوالۍ پراختیایي شورا غړي وټاکي چې شمېر یې د هرې ولسوالۍ د نفوسو له مخې توپیر لري. د ولسوالۍ د پراختیایي شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

نور جزئیات

11/10/2015

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA