د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


کورنیو چارو وزارت: د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره کوم امنیتي خنډ نشت

کابل – د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو د اعلامیې لپاره د فیفا د عدالت غوښتنې د غونډو په دوام کې دا ځل د عدالت غوښتنې اتمه غونډه د کورنیو چارو وزارت سره جوړه شوه. دا غونډه چې د سیاسي حزبونو، مدني ټولنې د بنسټونو استازو هم شتون درلود، د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو د مشر ښاغلي عبدالمقیم عبدالرحیمزي سره په دې برخه کې نظر شریک کړ. د فیفا د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري په دې غونډه کې د دې لیدنې د برابرولو لپاره د کورنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه او د ټاکنیزو اصلاحاتو د اهمیت، د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د کاري ډلې او فیفا د هڅو او هم په راتلونکو ټاکنو کې په تېره بیا د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې د کورنیو چارو وزارت رول په هکله مفصلې خبرې وکړې. وروسته بیا د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو مشر ښاغلي عبدالمقیم عبدالرحیمزي له فیفا موسسې او د عدالت غوښتنې د ډلې له غړو څخه په مننې د فیفا دغه عمل یو نېک او پرځای ګام وباله او ستاینه یې وکړه. ښاغلي عبدالرحیمزي وویل: د افغانستان د ټولو وګړو د امنیت ټینګښت او د ملي بهیرونو لکه ټاکنو او ټاکنیزو منډو ترړو د امنیت ټینګښت د افغانستان د ملي پولیسو دنده ده او دغه وزارت به په دې برخه کې هېڅ ډول هڅه او زیار ونه سپموي. په دوام کې نوموړي په ټاکنیزو بهیرونو کې د کورنیو چارو وزارت له ځینو هڅو څخه یادونه وکړه: ۱ - د ټاکنو د امنیت ټینګښت: په تېرو ټاکنو کې د امنیتي تدابیرو نیولو او د امنیت له ناحیې د نیمګړتیاو په ګوته کولو لپاره یو صلاحیت لرونکی کمېسیون جوړ شوی و چې دغه کمیسیون وتوانېد خپله ورسپارل شوې دنده چې د ټاکنو د امنیت ټینګښت و، په بریالیتوب سره سرته ورسوي او په راتلونکو ټاکنو کې به هم د دښمن د تاکتیکونو د بدلون او وضعیت په پام کې نیولو سره له نویو کړنلارو سره یو کمیسیون رامنځته شي. ۲- د پولیسو شتون: د ولسوالیو شمېر چې د کورنیو چارو وزارت پولیس په هغو ولسوالیو کې شتون لري، ۳۶۴ ولسوالیو ته رسېږي. ۳- ښځینه پولیس: د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو لس زره ښځینه پولیسې د ملي پولیسو په لیکو کې شاملې کړي. اوس مهال شاوخوا ۴۰۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ ښځینه پولیسې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده پرمخ بیایي.

نور جزئیات


11/24/2015

نېټه

6

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA