د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د ولسوالیو د پولو ټاکنه کې جدي ستونزه شته

د فیفا موسسې د ټاکنیزو اصلاحاتو ګډې کاري ډلې د عدالت غوښتنې شپږمه غونډه د جیودیزي او کارتوګرافي د عمومي ادارې له مشر سره جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي حزبونو، مدني ټولنې د بنسټونو او د رسنیو یوشمېر استازو ګډون درلود. د فیفا د ټاکنو د څانګې مسوول رحمت الله صالحي لومړی د فیفا او د ګډې کاري ډلې په استازیتوب دې ناستې ته د لار هوارولو لپاره د یادې ادارې له همکارۍ څخه مننه وکړه او د دې ډلې کاري موخې، د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا فعالیتونه او د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو اعلامیې محتوا یې تشریح کړل او ورپسې د دې ادارې د فعالیتونو او هم د ټاکنیزو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره د شته وړتیا او توان په هکله د څو پوښتنو په وړاندې کولو سره د خبرو وار د دې ادارې مشر ته ورکړ. د جیودیزي او کارتوګرافي د ادارې مشر انجنیر عبدالرووف یاري هم د فیفا له دغه نوښت څخه ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه چې یاده اداره د سیمه ییزو ارګانونو له ادارې او مرکزي احصاییې له ادارې سره په نږدې همکارۍ کې دنده ترسره کوي. د هغه په وینا د دې ادارې بنسټي دندې د توپوجیودیزي، کارتوګرافي میتادیتا، د هوایي عکسبرداري د چارو تنظیم او پراختیا، د توپوګرافي، فزیکي، سیاسي، تورستیکي، جغرافیایي، تیماتیکي نقشو جوړول او د ملي اقتصاد د ودې په موخه د پروګرامونو جوړول، د ملي اطلسونو جوړول، تیماتیکي معارف، د فني، جیودیزي، کارتوګرافي سامان الاتو او نورو اړینو توکو برابرول، د نقشو جوړول، د هوایي عکسونه، د دولتي، نادولتي او نورو مشتریانو د اړتیا وړ جیودیزي پروګرامونو او توکو برابرول، د فني کادرونو روزل، د تشکیلاتي چارو تنظیم، د عملي او تخنیکي مقرراتو او کړنلارو او د تخنیکي دندو د کړنلارو تسوید او له اړوند ادارو سره د عملي او تخنیکي همکارۍ په ګوته کړل. نوموړي زیاته کړه چې د کارتوګرافي ادارې د ټاکنو له کمیسیون سره په همکارۍ کې کار کوي او د هېواد په لومړنیو ټاکنو کې هم وتوانېدل چې شاوخوا د هېواد د ولایتونو او ولسوالیو پولې دغه کمیسیون ته په ګوته کړي. همدارنګه یادونه وشوه چې د جیودیزي او کارتوګرافي اداره وتوانېده چې په روان کال (۲۰۱۵) کې نوې نقشه جوړه کړي چې په هغې کې د هېواد د ټولو ۳۶۴ رسمي ولسوالیو پولې په ګوته شوي دي.

نور جزئیات

10/28/2015

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA