د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د عدالت غوښتنې لومړۍ غونډه: د ولسمشر مرستیال د ټاکنیزو اصلاحاتو له بنسټیزو اصولو څخه ملاتړ کوي

د پنجشنبې په سهار (د ۱۳۹۴ د زمري په ۲۲مه) د ټاکنیز اصلاحاتو د ګډې کاري ډلې استازو چې د سیاسي حزبونو، د مدني ټولنې د بنسټونو او ټولیزو رسنیو استازي پکې دي، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) په همکارۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر دویم مرستیال استاد سرور دانش سره د عدالت غوښتنې لومړۍ غونډه جوړه کړه. د عدالت غوښتنې د ډلې غړو په دې غونډه کې د ګډون کولو لپاره له ښاغلي استاد سرور دانش څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه: سیاسي حزبونو او مدني بنسټونو او ټولیزو رسنیو د فیفا په همکارۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې خپل نظریات د یوې خبرپاڼې (د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو خبرپاڼه) په چوکاټ کې یوځای کړي او اوس یې حکومت ته وړاندې کوي او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون لخوا یې د نظرونو د پلي کېدو غوښتنه کوي. ډلې همدارنګه وویل: زموږ د هېواد اوسنی ناورین ريښه د ټاکنیزو بنسټونو پورې تړلې ده او که چېرې دغه بنسټونه اصلاح نشي، د افغانستان خلک به همداسې له ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان وي. د ولسمشر مرستیال د دغو اصولو د لیکلو لپاره د ټاکنیز اصلاحاتو له کاري ډلې او د فیفا موسسې څخه په مننې وویل: ټاکنیز اصلاحات په افغانستان کې یوه اړتیا ده او د ملي یووالي حکومت ټول رهبران په دې موضوع خبر دي او د بېړني تر سره کېدو په هکله همغږي دي. هغه ټینګار وکړ: که څه هم زموږ قانون او ټاکنیز جوړښتونه له تېرو کلونو څخه مخ په ودې وو، خو باید ووایو چې تېر پرمختګونه هېڅ کافي نه وو او موږ لا پیاوړي ټاکنیز نظام او جوړښتونو ته اړتیا لرو. استاد دانش همدارنګه څرګنده کړه چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ شوی او په دې ورځو کې هڅه کوي چې لازم اصلاحات په ګوته او د افغانستان حکومت ته یې وړاندیز کړي. هغه زیاته کړه: ټول صلاحیتونه کمیسیون ته ورکړل شوي او موږ هیله من یو چې هغوی په پوره همغږۍ عمل وکړي او د خلکو غوښتنې او د هېواد مصالح په پام کې ونیسي.

نور جزئیات

8/8/2015

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA