د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې د عدالت غوښتنې غونډه

د فیفا موسسې د عدالت غوښتنې پنځمه غونډه د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ښاغلي محمد نادر یما، د اداري واحدونو مشر ښاغلي وردګ او د یادې ادارې د شوراګانو د انسجام مشر ښاغلي پوپل سره جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو هم شتون درلود. په سر کې د فیفا د پروګرام مسوول ښاغلي محمد نعیم اصغري د ټاکنیزو اصلاحاتو د اهمیت، د فیفا د هڅو او په دې برخه کې د کاري ډلې او د محلي ارګانونو د ادارې رول په هکله معلومات وړاندې کړل او د یادې ادارې له مرستیال څخه یې وغوښتل ترڅو د ټاکنو ترسره کېدو په موخه د افغانستان د ولسوالیو د پولو په ګوته کولو په برخه کې د دې ادارې فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړي. ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د پالیسۍ مسلکي مرستیال محمد نادر یما د فیفا موسسې او د عدالت غوښتنې د ډلې له غړو څخه مننه وکړه او د فیفا دغه کار یو نېک ګام وباله. نوموړي د ټاکنو په برخه کې د محلي ارګانونو د ادارې رول په دوه برخو کې خلاصه کړ. یو له ټاکنو څخه مخکې د محلي ارګانونو اداره څه کارونه ترسره کولای شي او دویم دا چې کله چې د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په هکله خبرې کېږي، دا کار د محلي ارګانونو د ادارې مسوولیتونو څخه ګڼل کېږي چې هغه جوړښتونه چې دا اداره یې باید کاري ملاتړ وکړي. په دوام کې د محلي ارګانونو د اداري واحدونو مشر ښاغلي وردګ د ولسوالۍ د شوراګانو ټاکنو په برخه کې وویل چې د افغانستان مساحت ۶۵۳۷۴۲ مترمربع دی چې ۳۴ ولایتونو او ۳۷۶ ولسوالیو چې له دغو څخه ۱۲ ولسوالۍ په لنډمهالي توګه رامنځته شوي، ۱۵۹ ښاري ناحیو او ۴۹۰۳۳ کلیو باندې وېشل شوی او د ولسمشر د حکم له مخې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د دې ولسوالۍ په ګډون په ۵ ولسوالیو وېشل شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د مرکزي احصائیې د ادارې او د کارتوګرافي ریاست په همکارۍ د GPS ټکنالوژۍ څخه په ګټې د هېواد د ولسوالیو له پولو څخه له ۹۰٪ څخه زیات یې سرحد بندي شوي، یوازې د ځینو کرنیزو ځمکو د څړځایونو په برخه کې ځینې ستونزې شته او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د هر ډول همکارۍ لپاره اسانتیاوې شته او کوم جدي ستونزه نشته که چېرې سیاسي او امنیتي ملاتړ شتون ولري. ځکه چې اوس مهال ۱۱۲ ولسوالۍ په کلک ګواښ او ۱۰۲ ولسوالۍ له متوسط ګواښ کې او ۷ ولسوالۍ د دولت د مخالفینو په لاس کې دي. 29/ 09/ 2015

نور جزئیات

9/29/2015

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA