د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو خبرپاڼه لاسلیک شوه
د «ټاکنیزو اصلاحاتو په ګډې کاري ډلې» کې د شاملو سیاسي حزبونو، د مدني ټولنې بنسټونو او د رسنیو رهبرانو او مشرانو د سې شنبې په ورځ په یوه لویه غونډه کې د ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو خبرپاڼه په رسمي توګه لاسلیک کړه او هغه یې د ملي یووالي حکومت راغلو استازو ته وسپارله. د فیفا عمومي مشر احمد نادر نادري د دغه کنفرانس په پرانیستونکو وینا کې د ټاکنو او سیاسي بهیرونو کې د سیاسي حزبونو د رول اهمیت ته په اشارې سره وویل:" په ځانګړې توګه په یوه هېواد کې سیاسي پرمختګ لپاره اړتیا ده چې په سیاسي بهیر کې سیاسي حزبونه او مدني بنسټونه ونډه واخلي؛ په تېرو ۱۳ کلونو کې له بده مرغه چې د سیاسي حزبونو رول کم رنګه وو، په داسې حال کې چې باید بنسټي رول یې لوبولای وی." ښاغلي نادري د تېرو ټاکنو د ترخو او خوږو تجربو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې باید په راتلونکي کې د ورته ستونزو او ناخوالو څخه مخنیوي لپاره ګام پورته شي. نوموړي زیاته کړه:"هغه څه چې سیاسي رهبرانو د ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله هوکړه کړې، په واقعیت کې هغه ژمنې دي چې د تېرو ټاکنو د ترخو درسونو له تکرار څخه د مخنیوي لپاره له خلکو سره کړي؛ چې په رڼا کې یې د هېواد ټاکنیز نظام اصلاح شي." ښاغلي نادري د خپلو خبرو په دوام کې د دې مهمې او حیاتي چارې په اړوند د حکومت د رهبرانو د ژمنو نه پلي کېدو څخه په نیوکې وویل:" د دې اعلامیې په لاسلیکولو سره غواړو سیاسي رهبرانو او د نظام رهبرانو ته وښیو چې د افغانستان خلک په هېواد کې د ټاکنیز نظام د اصلاح غوښتونکي دي او هیله من یو چې د ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست استازو ته یې سپارل په هېواد کې د بریالي سیاسي بهیر د پیل لامل شي.» د غونډې په بله برخه کې د فیفا اجرائیوي مشر ښاغلي محمد یوسف رشید د ټاکنیزو اصلاحاتو په بهیر کې د سیاسي حزبونو او مدني بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې وینا وکړه او په دې برخه کې یې د سیاسي حزبونو، او مدني ټولنې/ رسنیو له نه ستړي کېدونکو هڅو ستاینه وکړه. ښاغلي رشید د دې خبرپاڼې د محتوا په هکله وویل:"په دې خبرپاڼه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو ګډې کاري ډلې یو لړ اصلونه لکه د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د کار بېړنی پیل، د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړول، د برېښنایي پېژندپاڼو وېشل، د ټاکنیزو قوانینو اصلاح، د سیاسي حزبونو د ګډون او رول لوړتیا په موخه د ټاکنیز سیستم بدلون، د ټاکنیز جوړښتونو اصلاح، ځواب ویل او روڼتیا پېژندنه د خپلو ګډو اصولو په توګه په ګوته کړي دي."
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسه یا فیفا
. سیاسي ګوندونو . مدني ټولنې . رسنیو
د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو خبرپاڼه لاسلیک شوه
د فیفا عمومي مشر احمد نادر نادري د دغه کنفرانس په پرانیستونکو وینا کې د ټاکنو او سیاسي بهیرونو کې د سیاسي حزبونو د رول اهمیت ته په اشارې سره وویل:" په ځانګړې توګه په یوه هېواد کې سیاسي پرمختګ لپاره اړتیا ده چې په سیاسي بهیر کې سیاسي حزبونه او مدني بنسټونه ونډه واخلي؛ په تېرو ۱۳ کلونو کې له بده مرغه چې د سیاسي حزبونو رول کم رنګه وو، په داسې حال کې چې باید بنسټي رول یې لوبولای وی." ښاغلي نادري د تېرو ټاکنو د ترخو او خوږو تجربو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې باید په راتلونکي کې د ورته ستونزو او ناخوالو څخه مخنیوي لپاره ګام پورته شي.
د غونډې په پایله کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په ګډه کاري ډله کې د شاملو سیاسي حزبونو، مدني بنسټونو او ټولیزو رسنیو رهبرانو او مشرانو د بنسټیزو اصولو خبرپاڼه لاسلیک کړه او وروسته بیا د فیفا عمومي مشر احمدنادر نادري دا خبرپاڼه په رسمي توګه د ملي یووالي حکومت استازو ته وسپارله. د ټاکنیزو اصلاحاتو ګډه کاري ډله له ۵۷ سیاسي حزبونو، ۳۵ مدني بنسټونو او ۱۷ رسنیو څخه جوړه ده چې د فیفا په تخنیکي او تسهیلاتي همکارۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو په بهیر کې د همکارۍ په موخه رامنځته شوې ده.
ورپسې د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي احمدضیا مسعود وینا وکړه او له دې خبرپاڼې څخه د هرکلي تر څنګ یې وویل:" د دې خبرپاڼې جوړول یو نېک ګام دی او کولای شي اصلاحاتو ته لار هواره کړي، زه د حکومت په استازیتوب دغه کار ستایم او باور لرم چې د فیفا دا کړنه د ډموکراسۍ پیاوړتیا ته لار هواره کړي." له هغه وروسته په کلتوري چارو کې د اجرائیه ریاست سلاکار ښاغلي سیدحسین فاضل سنچارکي وینا کړه او ویې ویل:"خوښ یم چې نن فیفا د سیاسي حزبونو، مدني ټولنې او رسنیو په همکارۍ یو ښه سند جوړ کړی چې په هغه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره بنسټیز او مهم ټکي په ګوته شوي دي." ښاغلي سنچارکي دې ته په اشارې سره چې د ټاکنیزو اصلاحاتو څخه پرته په هېواد کې به هېڅ ډول ټاکنې ونشي وویل:"موږ ټاکنیزو اصلاحاتو ته ژمن یو او په دې برخه کې د اجرائیه ریاست هڅې دوام لري." ورپسې د ولسمشر حقوقي سلاکار ډاکټر عبدالعلي محمدي چې د غونډې وروستی ویناوال و، په خپلو خبرو کې ځینو ننګونو ته اشاره وکړه او په دې هکله یې شته اندېښنې هم وړاندې کړې. د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار برخلیک، د ولسي جرګې د کار پای ته رسېدو مسئله او د برېښنایي پېژندپاڼو په وېشلو کې ځنډ هغه موضوعات وو چې ښاغلي محمدي ورته اشاره وکړه. نوموړي ټاکنیزو اصلاحاتو راوستو ته د ولسمشرۍ ژمنه اعلان کړه او ویې ویل:" تر یوې اوونۍ پورې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون کار پیلېږي." د غونډې په پای کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په ګډه کاري ډله کې د شاملو سیاسي حزبونو، مدني بنسټونو او ټولیزو رسنیو رهبرانو او مشرانو د بنسټیزو اصولو خبرپاڼه لاسلیک کړه او وروسته بیا د فیفا عمومي مشر احمدنادر نادري دا خبرپاڼه په رسمي توګه د ملي یووالي حکومت استازو ته وسپارله. د ټاکنیزو اصلاحاتو ګډه کاري ډله له ۵۷ سیاسي حزبونو، ۳۵ مدني بنسټونو او ۱۷ رسنیو څخه جوړه ده چې د فیفا په تخنیکي او تسهیلاتي همکارۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو په بهیر کې د همکارۍ په موخه رامنځته شوې ده.
6/14/2015
30
یوه ورځنۍ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA