د ولسي جرګې غړیو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تشکیل، دندو او واکونو د قانون د طرحې په اړه سروې
د ټولنې د دیموکراتیک کیدلو پروسه د ټولنې له واقعیتونو سره سم د اصلاحاتو په راوستو پورې تړلې ده، په همدې موخه باید د عامو خلکو د پوهاوې کچه لوړه او دغه راز مدني ټولنې په دغه پروسه کې ور داخلیدل او ټاکنې د دیموکراسۍ له ټولیزو برخو څخه شمېرل کېږې او له دغه لارې خلک کولاې شي چې قدرت ته د رسیدو په موخه د خپلو منتخبو اشخاصو په ټاکنه کې مهم رول ترسره کړی او د شفافه ټاکنو د ترسره کیدو لپاره اړونده ټاکنیزه اداره، باید له یوه روښانه او ځانګړي قانون څخه برخمنه وي، ترڅو ټاکنیزمسایل ددغه قانون له مخې تنظیم او پرمخه بوځي. په افغانستان کې د تېرو پارلمانې او ولسمشریزو ټاکنو څخه د فیفا تجربې ته په پام سره، دغه موضوع روښانه ده چې په دغه برخه کې ځينې موجوده ستونزې مستقیمآ د ټاکنو د کمېسیون د جوړښت او حقوقي چوکاټ سره تړاو لري. که چېرته د هیواد په ټاکنیز سیستم کې موجوده ستونزې حل نه شي نو راتلونکي ټاکنې به له سختو ننګونو سره مخ وي. په دغه برخه کې له عمده ستونزو څخه یو هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، د تشکیل، دندو او واکونو د قانون نشتوالی دی او دغه موضوع تر یوه حده د ټاکنو د کمېسیون حقوقي باور له پوښتنې سره مخ کړی دی. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د تشکیل، دندو او واکونو د قانون طرحه په 2118 م کال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا جوړه او بیا د تایید لپاره ولسي جرګې ته واستول شوه. ولسي جرګې په دغه طرحه کې د یو لړ بدلونونو د راوستولو وروسته تصویب کړه او بیا یې ولسمشر ته واستوله او په دی دلیل چې ددې طرحې ځینې موارد د اساسي قانون سره په ټکر کې دی نو دافغانستان د ستري محکمې لخوا رد شوه اوله پامه وغورځیده. 15 مه نیټه صادر شوی وو اوس هم د اجرا /00/ په داسي حال کې چې د ولسمشر لخوا 23 فرمان چې په 0383 وړ بلل کیږي. پدغه فرمان کی د ټاکنود خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او واکونو ټول موارد ذکر شوی دی، دا په داسي حال کې ده چې دغه فرمان په هیڅ ډول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون بي طرفې ، استقلالیت او مسلکیتوب نه شي تضمینولاې او دغه راز د ټاکنود کمیسیون کمیشنران د درېیو کلنو لپاره د ولسمشر لخوا ټاکل کېږې...
بشپړ رپوټ
8/29/2012
فیفا
سروې
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA