د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د فیفا د همغږۍ غونډه
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) مشرتابه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له کمېشنرانو او د دارالانشا مشر سره د دغه بنسټ د کنفرانسونو په سالون کې یوه غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې موخه یاد بنسټ ته «د ټاکنو کمیسیون د دویمې سل ورځنیو کړنو» څخه د فیفا د رپوټ وړاندې کول او د کمیسیون د وضعیت ښه کېدو په موخه وړاندیزونه و. په پیل کې د فیفا اجرائیوي مشر ښاغلي محمد یوسف رشید د غونډې د اسانتیاو له برابروونکو څخه مننه وکړه او د رپوټ ځینې برخې یې تشرېح کړې او د کمیسیون له غړو یې وغوښتل چې له لوستلو وروسته خپل نظرونه له فیفا سره شریک کړي. ښاغلي رشید «د کمیسیون لومړۍ سل ورځنیو کړنو» په هکله د فیفا د مخکني رپوټ ځینو وړاندیزونو ته په اشارې سره د ټاکنو کمیسیون د کمېشنرانو له نه پاملرنې څخه نیوکه وکړه. همدارنګه ښاغلي رشید د کمیسیون وضعیت، نورو ټاکنیزو شریکانو او د ټاکنو تر سره کولو لپاره د وخت تنګوالي ته په کتو سره نوي وړاندیزونه له دغه بنسټ سره شریک کړل چې لاندې یې یادونه کېږي او له دوی څخه یې وغوښتل چې د ټاکنیزو بنسټونو سمو او رغنده وړاندیزونو ته پاملرنه وکړي. 1. د ټاکنو کمیسیون له څو مودې راهیسې د رایې ورکونې د مرکزونو پر تثبیتولو باندې کار کوي او هڅه کوي چې د رایې ورکوونکو نوملړ هم چمتو کړي. دا په داسې حال کې ده چې د یادو مسوولیتونو په تر سره کولو کې د ټاکنیزو حوزو په ګوته کول یوه لازمي چاره ده. له دې کبله اړینه ده چې د ټاکنو کمیسیون ژر تر ژره د ټاکنیزو حوزو برخلیک په ګوته کړي. 2. د ټاکنو کمیسیون خپلواکۍ ته د حکومت د نه پاملرنې له مخې لازمه ده چې دغه بنسټ د خپلې خپلواکۍ ځانګړنې تعریف او د پلي کولو لپاره یې ګام پورته کړي. 3. د ۱۳۹۳ په ټاکنو کې د ستونزو را منځ ته کېدو له کبله د ټاکنو پر کمیسیون او پروسې باندې د خلکو باور زیانمن شوی نو وړاندیز کېږي چې د ټاکنو کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو لپاره د برېښنایي وسایلو د تدارکاتو د پروسې روڼتیا وساتي او ګونګ اړخونه پکې پرې نږدي. همدارنګه د ټاکنو کمیسیون باید د وسایلو د پېرودلو پر مهال د هغو له کیفیت او دوام څخه ډاډ ترلاسه کړي. 4. د ټاکنو د پروسې د سلامتیا لپاره یوه لار د شرایطو وړ کسانو استخدامول دي نو لازمه ده چې د ټاکنو کمیسیون د دغې پروسې د روڼتیا ساتلو او د لاسوهنو په مخنیوي سره د ټاکنو سلامتیا وساتي. 5. د کمیسیون د ولایتي دفترونو ناسمې کړنې د ټاکنو د پروسې سلامتیا زیانمنولای شي او د ټاکنو د کمیسیون او پروسې د نوم بدېدو لامل کېږي، نو لازمه ده چې د ټاکنو کمیسیون په خپل څارنیز مسوولیت کې لا پاملرنه وکړي او پیغامونه په څرګنده او کره توګه هغو ته واستوي تر څو د ستونزو مخه ونیول شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو هم د یادو ویناو له اورېدو وروسته د څارنې او د ټاکنو کمیسیون سره د همکارۍ په برخه کې د فیفا له هڅو او زیار څخه ستاینه وکړه او له دغه بنسټ څخه یې وغوښتل چې د خپلواکۍ د ځانګړنو په ګوته کولو او چمتو کولو کې له دغه کمیسیون سره همکاري وکړي چې دغه وړاندیز د فیفا له لوري ومنل شو. همدارنګه د کمیسیون غړو ژمنه وکړه چې د کمیسیون وضعیت او د ټاکنو پروسې د ښه والي لپاره به لاندې فعالیتونه وکړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسه یا فیفا
. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسې مشر . د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړیو . د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالنشاء مشر
د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د فیفا د همغږۍ غونډه «د ټاکنو کمیسیون د دویمې سل ورځنیو کړنو» څخه د فیفا د رپوټ وړاندې کول او د کمیسیون د وضعیت ښه کېدو په موخه د فیفا وړاندیزونه
1. د ټاکنو کمیسیون له څو مودې راهیسې د رایې ورکونې د مرکزونو پر تثبیتولو باندې کار کوي او هڅه کوي چې د رایې ورکوونکو نوملړ هم چمتو کړي. دا په داسې حال کې ده چې د یادو مسوولیتونو په تر سره کولو کې د ټاکنیزو حوزو په ګوته کول یوه لازمي چاره ده. له دې کبله اړینه ده چې د ټاکنو کمیسیون ژر تر ژره د ټاکنیزو حوزو برخلیک په ګوته کړي. 2. د ټاکنو کمیسیون خپلواکۍ ته د حکومت د نه پاملرنې له مخې لازمه ده چې دغه بنسټ د خپلې خپلواکۍ ځانګړنې تعریف او د پلي کولو لپاره یې ګام پورته کړي. 3. د ۱۳۹۳ په ټاکنو کې د ستونزو را منځ ته کېدو له کبله د ټاکنو پر کمیسیون او پروسې باندې د خلکو باور زیانمن شوی نو وړاندیز کېږي چې د ټاکنو کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو لپاره د برېښنایي وسایلو د تدارکاتو د پروسې روڼتیا وساتي او ګونګ اړخونه پکې پرې نږدي. همدارنګه د ټاکنو کمیسیون باید د وسایلو د پېرودلو پر مهال د هغو له کیفیت او دوام څخه ډاډ ترلاسه کړي. 4. د ټاکنو د پروسې د سلامتیا لپاره یوه لار د شرایطو وړ کسانو استخدامول دي نو لازمه ده چې د ټاکنو کمیسیون د دغې پروسې د روڼتیا ساتلو او د لاسوهنو په مخنیوي سره د ټاکنو سلامتیا وساتي.
د غونډې په پای کې پایله دا شوه چې د کمیسیون غړو ژمنه وکړه چې د کمیسیون وضعیت او د ټاکنو پروسې د ښه والي لپاره به لاندې فعالیتونه وکړي. 1. د څارونکو بنسټونو موټرونو ته د کارت چمتو کول ترڅو د ټاکنو کمیسیون ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي؛ 2. د رپوټ لوستل او د وږي تر ۲۵مې شنبې ورځې پورې له فیفا سره د خپلو نظرونو شریکول؛ 3. د فیفا موسسې په همکارۍ سره په لیکلې بڼه د کمیسیون د خپلواکۍ د ځانګړنو چمتو کول؛ 4. د بېلابېلو ټاکنیزو پړاونو د ښه توب لپاره د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو د رغنده او سمو وړاندیزونو په کلکه په پام کې نیول او د پلي کولو هڅه.
1. د څارونکو بنسټونو موټرونو ته د کارت چمتو کول ترڅو د ټاکنو کمیسیون ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي؛ 2. د رپوټ لوستل او د وږي تر ۲۵مې شنبې ورځې پورې له فیفا سره د خپلو نظرونو شریکول؛ 3. د فیفا موسسې په همکارۍ سره په لیکلې بڼه د کمیسیون د خپلواکۍ د ځانګړنو چمتو کول؛ 4. د بېلابېلو ټاکنیزو پړاونو د ښه توب لپاره د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو د رغنده او سمو وړاندیزونو په کلکه په پام کې نیول او د پلي کولو هڅه.
9/13/2017
15
یوه ورځنۍ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA