د توکیو کنفرانس په اړه د فیفا وړاندیزونه
لکه څرنګه چې لیدل کیږې، افغانستان کې بیا رغونه، د یوه دیموکراتیک نظام پیاوړتیا، د نړیوالي ټولنې د مرستو راجلبولو ،هغه موخې دی چې ګومان کېږې د توکیو په کنفرانس کې چې د روان کال د جولای په میاشت کې جوړېږي د نړیوالې ټولنې پام یو ځل بیا افغانستان ته راواړوي. د افغانستان حکومت پلان لري چې په دغه کنفرانس کې مشخصو موخو ته د رسیدو لپاره ځیني ځانګړي وړاندیزونه وکړي. تمه کېږې چې د توکیو په کنفرانس کې کېدونکې ژمنې به د دواړو لورو لخوا په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنو او ارزښتونو د ساتنې او ملاتړ پر بنسټ وشي. د دی لپاره چې د افغانانو راتلونکې لسیزه د بریالیتوبونو ډکه اوسی، نو لازمه ده، چې افغانستان او نړیوال همکاران یې د تېرو لسو کلنو څخه په تجربې اخیستنې سره د ځینو مهم ارزښتونو لکه، ښه حکومتدارۍ، د قانون حاکمیت او ددیموکراسۍ د پیاوړتیا په موخه یوه روښانه تګلاره رامنځته او د پلې کولو لپاره یې ټنګه ژمنه وکړی . د فیفا موسسه د افغانستان د حکومت د هر اړخیزې طرحې د ابتکار هرکلي کوې چې د توکیو په کنفرانس کې د حکومت لخوا مطرح کېږې او په دغه برخه کې د مدني ټولنې سره د حکومت مشورې یو مثبت او پرځاې ګام ګڼې. پورته موخو ته د رسېدو په غرض پکار ده چې د دغه طرحې د بډاینې لپاره په پراخه کچه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او علمې ادارو سره سلامشورې ترسره شي. فیفا د حکومت څخه غوښتنه کوې چې په دغه برخه کې جوړ شوی پلان او طرحه په شفافه توګه په لنډ وخت کې د سلا مشورو د راجلبولو په خاطر خپره کړي. ځکه چې دغه طرحه د توکیو په کنفرانس کې د نړیوالو همکارانو د مالي مرستو د ژمنو ښه تنظیم وې. فیفا ددغه طرحې د مسودې یوه کاپي ترلاسه کړې او څېړلې ده، له شکه پرته چې په یاده طرحه کې په افغانستان کې د ټاکنو په اړه شوې یادونه او بحث بشپړ او د قناعت وړ نه دی. د ټاکنو په برخه کې ددې طرحې د لا زیات ښه والي او پر ستونزو د برلاسۍ په موخه فیفا خپل وړاندیزونه په لاندي ډول مطرح کوې: د توکیو تر کنفرانس وروسته د ښې حکومتوالۍ په موخه ددغه طرحې په نهم بند کې دی دغه ټکې اضافه شي:
فیفا
د توکیو کنفرانس په اړه د فیفا وړاندیزونه
• په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدلو، په سیاسي نظام کې د خلکو د رښتني او عادلانه استازیتوب د تضمین لپاره د قانوني اصلاحاتو عملي کول. ۱/ د ټاکنو په قوانینو کې اصلاحاتو ته دوام ورکول او د انتخاباتو هغه نوی قانون چې د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی دی د تطبیق ډاډ ورکول. ۲/ د ټاکنو د قوانینو د اصلاحاتو او مقرراتو په برخه کې د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو سره پراخه سلا مشورې کول. ۳/ په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو بهیر ډاډمنول او دغه راز د راتلوونکو ټاکنو د شفافه ترسره کولو څخه ملاتړ کول. ۴/ داسې یو ټاکنیز نظام رامنځته کول چې ترمخه یې په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو رول پیاوړې شي او دغه راز ورسره خپلواک کسان او کوچنۍ ګوندونه هم د سیاسي مبارزې فرصت ولري. ۵/ د ټاکنو د ترسره کېدو د نیټې معلومول باید د اساسي قانون، پراساس او د ټاکنیزو ادارو، سیاسي ګوندونو، پارلمان او مدني ټولنې سره د مشورو له لارې پدی هکله یو ګډ سیاسي تفاهم ته لاره هوارخ کړای شي. • د ټاکنو د ادارو د خپلواکۍ او مسلکې وړتیاوو د لوړتیا څخه ملاتړ کول. ۱/ د بهرنیو او دولتي ادارو د لاسوهنې د مخنیوې په موخه داسې قانونې تضمینات رامنځته کول چې ترمخه یې د ټاکنیزو ادارو (د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون) خپلواکۍ ، بي طرفې او مسلکی وړتیا وساتل شي. ۲ / د ټاکنو په کمیسیون او د شکایاتو په کمیسیون کې د کمیشنرانو ټاکنه باید د مدني ټولنې او علمې بنسټونو سره د پراخه مشورو له مخې ترسره شي. ۳ / د ټاکنیزو ادارو د تخنیکی او مسلکي وړتیاوو لوړوول د ملي او نړیوالو بنسټونو ملاتړ د جلبولو له لارې. ۴/ په ټاکنیز بهیر کې د نامسوولو بنسټونو د لاسوهنې د مخنیوي په موخه یو ځانګړی قانونې میکانیزم رامنځته کول.
فیفا د مدني ټولنې د یوه فعال غړي او په ټاکنیز بهیر کې د څارونکو ادارې په توګه له توکیو کنفرانسه تمه لري چې په افغانستان کې د ټاکنیز نظام د پیاوړتیا موضوع د یوه مهم عنصر په توګه د بحث او غور وړ وګڼي او په افغانستان کې په ۲۰۱۴کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې شفافه او عادلانه توګه ترسره کېدو په برخه کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې څخه د څرګندې او روښانې ژمنې تمه کوي.
• په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدلو، په سیاسي نظام کې د خلکو د رښتني او عادلانه استازیتوب د تضمین لپاره د قانوني اصلاحاتو عملي کول. ۱/ د ټاکنو په قوانینو کې اصلاحاتو ته دوام ورکول او د انتخاباتو هغه نوی قانون چې د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی دی د تطبیق ډاډ ورکول. ۲/ د ټاکنو د قوانینو د اصلاحاتو او مقرراتو په برخه کې د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو سره پراخه سلا مشورې کول. ۳/ په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو بهیر ډاډمنول او دغه راز د راتلوونکو ټاکنو د شفافه ترسره کولو څخه ملاتړ کول. ۴/ داسې یو ټاکنیز نظام رامنځته کول چې ترمخه یې په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو رول پیاوړې شي او دغه راز ورسره خپلواک کسان او کوچنۍ ګوندونه هم د سیاسي مبارزې فرصت ولري. ۵/ د ټاکنو د ترسره کېدو د نیټې معلومول باید د اساسي قانون، پراساس او د ټاکنیزو ادارو، سیاسي ګوندونو، پارلمان او مدني ټولنې سره د مشورو له لارې پدی هکله یو ګډ سیاسي تفاهم ته لاره هوارخ کړای شي. • د ټاکنو د ادارو د خپلواکۍ او مسلکې وړتیاوو د لوړتیا څخه ملاتړ کول. ۱/ د بهرنیو او دولتي ادارو د لاسوهنې د مخنیوې په موخه داسې قانونې تضمینات رامنځته کول چې ترمخه یې د ټاکنیزو ادارو (د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون) خپلواکۍ ، بي طرفې او مسلکی وړتیا وساتل شي. ۲ / د ټاکنو په کمیسیون او د شکایاتو په کمیسیون کې د کمیشنرانو ټاکنه باید د مدني ټولنې او علمې بنسټونو سره د پراخه مشورو له مخې ترسره شي. ۳ / د ټاکنیزو ادارو د تخنیکی او مسلکي وړتیاوو لوړوول د ملي او نړیوالو بنسټونو ملاتړ د جلبولو له لارې. ۴/ په ټاکنیز بهیر کې د نامسوولو بنسټونو د لاسوهنې د مخنیوي په موخه یو ځانګړی قانونې میکانیزم رامنځته کول. فیفا د مدني ټولنې د یوه فعال غړي او په ټاکنیز بهیر کې د څارونکو ادارې په توګه له توکیو کنفرانسه تمه لري چې په افغانستان کې د ټاکنیز نظام د پیاوړتیا موضوع د یوه مهم عنصر په توګه د بحث او غور وړ وګڼي او په افغانستان کې په ۲۰۱۴کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې شفافه او عادلانه توګه ترسره کېدو په برخه کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې څخه د څرګندې او روښانې ژمنې تمه کوي. په درنښت
5/10/2012
فیفا
خبرپاڼه
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA