د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


په ټاکنو کې د اصلاحاتو له بهیر ملاتړ کوونکې مدني ټولنې ته د فیفا طرحه او وړاندیز

په دیموکراتیکو نظامونو کې مدني ټولنه د اصلاحاتو په برخه کې مهم او ارزښتناکه رول لري او کولاي شي چې د خپلو اغېزناکو کړنو له لاری دولتي ارګانونه اړینو اصلاحاتو ته اړ باسی، د یادولو وړده د دغه کار پلې کېدل په هغه صورت کې ممکن دي، چې مدني ټولنې خپل پروګرامونه په اغېزناکه توګه همغږۍ کړي. د ۱۳۸۸کال د ولسمشرۍ او د ۱۳۸۹کال د ولسي جرګي ټاکنو تجربو ښودلي چې دغه ټاکنې له زیاتو ګواښونو سره مخ وې او ددي څرګندونه کوي چې د هېواد په ټاکنیز نظام کې اصلاحاتو ته زیاته اړتیا شته، څرنګه چې د ټاکنیزو قوانینو د اصلاح لپاره ډېر کم وخت تر سترګو کېږي نو اړینه ده، چې ژرتر ژره په دغه برخه کې اساسي هڅې پیل شي. د فیفا موسسه په دی باور ده، چې د هېواد د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو په بهیر کې د مدني ټولنې رول په هغه صورت کې ډېر ارزښتناکه دی، چې مدني ټولنې د دغه نظام د اصلاحاتو په برخه کې خپل پروګرامونه په موثره توګه یو د بل سره همغږي کړي. د فیفا له انده باید مدني ټولنې د ټاکنیزو قوانینو د بدلون په لړ کې دغه موارد په پام کې ونیسي ( د نوماندیدا شرایط، د نوماند د صلاحیت رد، ټاکینزسیستم، شکایاتو ته د لاسرسي میکانیزم او د ټاکنیزو کمېسیونو صلاحیت او په ځانګړي توګه د رایو د بي باوره کېدو په برخه کې او داسی نور...) او همدارنګه په ټاکنیزو ادارو کې بدلون د کمیسیونو لوړپوړو چارواکو، غړو ټاکل، د مدني ټولنو د ګوندونواو رسنیو معلوماتو او د ټاکنیزو ادارو اجراتو ته لاسرسی تامینول په دغه برخه کې مهم ګڼل کیږي. په همدې ترتیب په ټاکنو پوري تړلي نورموضوعات هم جدي پاملرنۍ ته اړتیا لري لکه ( په ټاکنیزبهیر کې د دولتي ارګانونو د لاس وهنې مخنیوي او په دغه بهیر کې د ځپل شویو ډلو د مصونیت تامین.) د ټاکنیز بهیر د اصلاحاتو په برخه کې د مدني ټولنې د ملاتړ لپاره فیفا د لاندې میکانیزم وړاندیز کوي: په کاري پروګرامونو کې ټاکنیزو اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکول: مدني ټولنې باید د ټاکنیزو اصلاحاتو موضوع د خپل کار په لومړۍ سر کې ونیسي او په دغه برخه کې دې خپل لنډ او اوږد مهاله پلانونه او طرحي دې پلې کړي او همدارنګه دغه ارګانونه دې د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو په موخه خپل ملاتړي پروګرامونه په اغېزناکه توګه ترسره کړې.

نور جزئیات

12/28/2015

نېټه

فیفا

خپروونکی

وړاندیزونه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA