د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسي (فیفا) لخوا د ټاکنو په اړه د ښځو چارو د وزارت د پالیسي په اړه طرحه:

د افغانستان د ازاد او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) په دی باور ده چې د ښځو چارو وزارت د یو ملي ارګان او په هېواد کې د ښځو د حقونو د ملاتړ کوونکي په حیث اغیزمن رول لري او کولاي شي چې د خپل اثر پر اساس په ټاکنو کې د ښځو سیاسي ونډه پیاوړې کړي، څرګنده ده چې په افغانستان کې د ښځو د سیاسي ګډون په برخه کې زیاتې ستونزې شته، نو لازمه ده چې ددغه ستونزو د راټیټولو له لارې په سیاسي بهیرونو کې د ښځو رول پیاوړي کړي. په همدي دلیل د فیفا موسسه باور لري هرڅومره چې په قوانینو کې د ښځو لپاره اړین فرصتونه برابر او پلې کیږې، کیداي شی چې په ټاکنو ، ټولو سیاسي او دیموکراتیکو بهیرونو کې د ښځو د فعال رول سره مرسته کوي. په ټاکنو کې د ښځو ګډون د پیاوړتیا په منظور ځانګړي پالیسي جوړول: دا چې په ټاکنیزبهیر کې د ښځینه ناظرینو کموالي په دغه بهیر کې د میرمنو په ګډون منفې اغېزې لري، نو له دې کبله دغه ستونزي جدي ګڼل کېږي، یاده پالیسي باید په ټاکنیزو بهیرونو، انتخاباتي ادارو او په ناظرو ارګانونو کې د ښځو فعال حضور تضمین کړي. په ټاکنیزبهیر کې د ښځینه نوماندانو مصونیت د تامین په برخه کې د امنیتي ارګانونو قانونې مسوولیتونو ته پام راړول: نو ځکه دې ته زیاته اړتیا ده چې په امنیتي ادارو کې د ښځینه نوماندانو د مصونیت په برخه کې ځانګړي اقدامات ترسره شي. پرته له دی چې د یادو ارګانونو پام دی لوري ته راوګرځول شي ممکنه نه ده چې په دی برخه کې موخو ته ورسېږي، نو له دې امله د ښځو چارو وزارت ته پکار دي چې د پورته ذکر شوې کړنلارې پراساس امنیتي ارګانونو ته داسي کړنلارې (پالیسۍ) د پلې کیدو په موخه برابرې چې ترمخه یې په ټاکنو کې ښځینه نوماندانو ته اسانتیاوې، ملاتړ او څارنه تضمین شي. د ولایتونو او مرکز په کچه د ټاکنیزو ادارو، مدني ټولنو او امنیتي ارګانونو ترمنځ د هغمږۍ یوه کمېټه رامنځ ته کول: ددغه کړنلارې (پالیسي) پراساس د ښځو چارو وزارت باید په خپلو ولایتي دفترونو په کچه په ټاکنیز بهیرونو کې د ښځو د ګډون د پیاوړتیا په برخه کې ځانګړي دندې او مسوولیتونه پر غاړه واخلي. د بېلګې په توګه دغه دفترونه باید د ذکر شوې کړنلارې (پالیسي) ترمخه له ټاکنیزو ادارو، څارونکو بنسټونو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او امنیتی ارګانونو سره د همغږۍ په موخه تلپاتې اړیکې ولري اوله دغه لارې په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځینه نوماندانو، کارکوونکو او ناظرینو د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړی. د مدني ټولنې په همغږۍ د عام پوهاوي پروګرامونو پیل: د ذکرشوې کړنلارې (پالیسي) پراساس لازمه ده چې د ښځو چارو وزارت د عامه پوهاوې پروګرامونه چې ترمخه یې په هېواد کې د ښځو سیاسي حقونه تضمین کړاي شي.

نور جزئیات

10/8/2013

نېټه

18

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA