د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ کارونې په اړه د مخابراتو له وزیر سره ناسته

د روڼتیا د کچې لوړولو او د بهیر چټکتیا په موخه د ټاکنو په بهیر کې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه د فیفا یو له بنسټیزو وړاندیزونو څخه و. له ښاغلي عبدالرازق وحیدي سره د فیفا د عدالت غوښتنې ډلې غړو د اصلاح غوښتنې په دویمه غونډه کې دا چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر صاحب د ډلې غړو سره ناسته ومنله، له هغه مننه وکړه. ورپسې د فیفا د پروګرامونو مسوول محمدنعیم اصغري د ګډې کاري ډلې د تاریخ او د اعلامیې محتوا په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل:"د ټاکنو په بهیر کې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل او د برېښنایي پېژندپاڼو وېشل د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره دوه بنسټي اصلونه دي چې تر سره کول یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دندو او صلاحیتونو څخه دي." ښاغلي اصغري زیاته کړه چې فیفا د ټاکنو پر بهیر او د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو له بهیر څخه د څارنې په برخه کې د یوه ملي او تخصصي بنسټ په توګه د بهیر د روڼتیا او اصلاحاتو په برخه کې لکه څنګه چې مخکې ژمن وو، له ټولو دولتي بنسټونو سره په تېره بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزرت سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی. ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي عبدالرازق وحیدي د ډلې غړو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ هېواد ته د خدمت او د سالمو او رڼو ټاکنو درلودو په برخه کې د فیفا موسسې او د ډلې نه ستړي کېدونکو هڅو ستاینه وکړه. ښاغلي وحیدي زیاته کړه چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هېواد ۷۰ ـ ۷۵ سلنې تر منځ سیمې د مخابراتي شبکې تر پوښښ لاندې او ۲۰ ولایتونه د نوري فایبر شبکې تر پوښښ لاندې دي. ښاغلي وحیدي د ټاکنو د بهیر ټکنالوژي کولو لپاره د دغه وزارت د همکارۍ په هکله وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت حاضر دی د خپل توان پورې د مخابراتي شبکو، نوري فایبر شبکې او سټلایټ «افغان سټ» له لارې په دغه بهیر کې همکاري وکړي. هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به د مخابراتو وزارت ځوان او ژمن کادر په برخه کې او که چېرې د ټاکنو کمیسیون له دوی سره همکاري وکړي او د هېواد په کچه د رایې ورکونې ځایونه له وړاندې له دوی سره شریک کړي، لازمه همکاري کوي.

نور جزئیات

9/8/2015

نېټه

12

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA