د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۸۴ کال د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو له ټاکنو د څارنې عمومي راپور

د ملي پروسو د تر سره کېدو او پلي کېدو په دوام٬ دادی زموږ هېواد له ډېرې مودې انتظار وروسته د ملي شورا ( مقننه قوې) د جوړېدو په خاطر چې د ډیموکراتیکو نظامونو یو له جوړوونکو اصولو او پرانسیپونو دی او زموږ د ټولنې له اړینو غوښتونو بلل کېږی٬ د تاریخ له پاڼو یوه بله پاڼه د نړۍ د سوله پالو ملتونو په مرسته واړوله. زموږ خلکو د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په تر سره کېدو یو بل مثبت ګام د سولې د ټینګښت او د ولسواکۍ د بنسټي کولو په برخه کې چې د هوسا او پر قانون ولاړې ټولنی اړتیا ده، کېښود د دې دیموکراتیکې پروسې په بشپړتیا سره ویلی شو چې دې بهیر په پلي کېدو هېواد د قانون د واکمنۍ او پلي کېدو په لوري حرکت او پر مختک وکړي. دا راپور په داسې مهال خپرېږي چې اوسمهال (۱۳۸۴ کال د وږي/ اووه ویشتمه) په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوي او پایلې اعلان شوي دي. دا ټاکنې د دیموکراسۍ یا ولسواکۍ د پیاوړتیا په موخه او د خلکو له لوري د خلکو د حکومت یو اصل دی او د دې اصل د ټینګښت لپاره غوره اقدام دی. که څه هم د ټاکنو پر وړاندې امنیتي او کلتوري ننګونې وې، خو بیا هم زرګونه زره زړورو نارینه او ښځینه افغانانو دا مېړانه وکړه او د ټاکنو په دې ملي پروسه کې يې ګډون وکړ. دا راپور د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسې (فیفا) د هغو زرګونه څارونکو د زیار پایله ده چې د رڼو، له خپلسرۍ او درغلۍ د پاکو ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې يې شپې ورځې سبا کړې. د فیفا کابو ۷۰۰۰ زره وړیا کاره (رضا کاره) څارونکو د هېواد په ۲۰۰ ولسوالیو کې له ټاکنو څارنه وکړه چې دا څارنه سربېره پر دې چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسې لاسته راوړنه ده، بلکې دا په افغانستان کې د مدني ټولنې د فعالیتونو د پیاوړتیا او اغېز لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه ګڼلی شو. موږ هیله من یوو چې دغه راپور سربېره پر دې چې د ټاکنو پر وړاندې د پرتو ستونزو، نیمګړتیاوو او ټاکنیزو سمونونو په برخه کې د اغېزناکوالي سره سره په راتلونکې کې د دې دیموکراتیکي پروسې په اړه د خلکو پوهاوی او سیاسي شعور لوړ کړي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

12/15/2005

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA