د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۲۰۱۰ کال د ټاکنو ورځ، د فیفا د څارنې لومړی راپور

د تېر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پراخو درغلیو او له قانونه د سرغړنو له کبله د روان کال ( ۲۰۱۰) د ولسي جرګې په ټاکنو کي د روڼوالي په هکله خلک بی باوره او اندېښنې زیاتې وې. سږنۍ ټاکنې د تېرو ټاکنو سره پرتله کول او په اړه یې څه ویل وخت او په ولایتونو کې د څارونکو د راپورونو دقیق څېړلو ته اړتیا لري، د ټاکنو په هکله ټولې څېړنې او تحلیلونه باید د نړیوال میکانیزم سره سم د افغانستان روان بحران او د ټاکنو په مخ کې د پرتو ستونزو ته په پام سره ترسره شي، د یادولو وړ ده چې سږنی (۲۰۱۰) کال د ولسي جرګې ټاکنې باید په افغانستان کې وروستۍ ټاکنې ونه ګڼل شي، د ټاکنو بهیر د رایې په ورکولو سره په دغه ورځ پای ته نه رسېږي، بلکې د رایې ور کولو څخه وروسته د شکایتونو څېړل او د پای پایله لاس ته راوړل لږ تر لږه شپږ اونۍ وخت نیسې . د افغانستان د ازادو اوعادلانه ټاکنو موسېسې (فیفا) د ټاکنو په ورځ وکړای شول چې په ټول هېواد کې تقریباً ۶۰٪ د رایې اچونې مرکزونو څخه د بې پرې (۷۰۰۰) څارونکو په مټ او مرسته څارنه ترسره کړه. د فیفا څارونکو د رایې اچوني په ورځ او تر هغې وروسته ورځ کې د موبایل په مرسته د لنډو پیغامونو او راپورونو له لاری د ټاکنو په هکله دغه زیات معلومات راټول او بیا یې په منظمه توګه د فیفا مرکزي د فتر ته لېږدولي دي. د ټاکنو په بهیر کي فیفا په دې وتوانېده چې د ۲۰۱۰ کال د ولسي جرګې د ټاکنو په اړوند لومړنۍ څېړنې وړاندې کړې. د فیفا له ټولو خبري رسنیو او اشخاصو څخه هیله کوي چې د دغه بهیر تر پای پورې دې له خپلو نظریاتو او څرګندونو څخه دې ډډه وکړي، د ټاکنو په ورځ ټینګ امنیتي تدابیر له زیاتو ارزښتناکو ټکو څخه بلل کېږي. په ټاکنو کې د زیاتو ګواښونو او خطرونو سره سره هم افغانانو نړۍ ته دا وښوده چې دوی په هېواد کې د دیموکراسۍ پلوي او غوښتونکي دي . هغه کسان چې په مرکزونو کې د ټاکنو د لوجیستکي او یا د نا امنۍ له کبله د رايې ورکوونې له حقه محروم شوي دي فیفا يې په اړه خواشینې ده. د ټاکنو ټول کارکونکي مسوول دي چې د خلکو د رایو درناوی او ساتنه وکړي.

نور جزئیات

9/20/2010

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA