د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنو له نوم لیکنې فیفا د څارنې پروګرام پیل کړ

د ولسمشرۍ ټاکنې د نوم لیکنې د نظارت په اړه د فیفا ولایتي مسوولینو په مرکزي دفتر کې لازمې زده کړې ترلاسه کړې، دغه پروګرام دوه ورځې دوام وکړ( ۲۱،۲۰) او د فیفا د ۳۴ ولایتونو مسوولینو ته پکې د نوم لیکنې د پروسې په اړه لازمې لارښوونې او معلومات وړاندې شول. په دغه پروګرام کې د مشاهدې اصول، طرزالعمل، د نوم لیکنې اصول او د نوم لیکنې په پروسه کې د ګډوډیو ثبتولو په اړه د فیفا ولایتي مسوولینو زده کړې ترلاسه کړي. دغه راز د هغه اونیز راپور او چک لیست په هکله هم بحث وشو چې ترمخه یې په اونیز ډول له ولایتونو څخه مرکز ته راپور راستول کېږي. ټاکل شوې ده چې ولایتي مسوولین به په ولایتونو کې د ولسوالیو مسولینو سره دغه معلومات شریک کړي. د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم لیکنې لړۍ د غبرګولي (جوزا) په پنځمه پیل شوې او تر ۱۰ میاشتو پورې به دوام وکړي. د کمېسیون د معلوماتو پر اساس، په کابل کې درې مرکزونه، په لویو ولایتونو کې دوه مرکزونه او په کوچینو ولایتونو کې یو مرکز په فعالیت پیل کړی دی. په پام کې ده چې د کابل ښار په ټولو ناحیو او ولسوالیو کې هم د نوم لیکنې مرکزونه پرانېستل شي. فیفا په ټول هېواد کې د نوم لیکنې له پروسې څخه نظارت کوي.

نور جزئیات

6/19/2013

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

موده

ولایت

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA