د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۲۰۱۰ (۱۳۸۹) کال ټاکنې، د څارنې وروستی راپور

د افغانستان د۲۰۱۰ (۱۳۸۹) کال پارلماني ټاکنو فیفا ته د ملي څارنې د څلورم ماموریت لپاره لار هواره کړه. د ټاکنو د بهیر په ټولو پړاوونو کې له نوملیکنې تر د نوي پارلمان د کار تر پیل کېدو پورې د فیفا د څارنې ماموریت راپورونو هغه نیمګړتیاوو ته چې د ټاکنو په نظام کې يې ژورې ريښې درلودې، پاملرنه راجلب کړه او په دغه نظام کې يې په پراخو او بېړنیو اقداماتو ټینګار وکړ. فیفا له ټول چارواکو غواړي چې دغه اصلاحات په رښتیني ډول له ځنډ پرته ژر تر ژره پیل کړي. د ۱۳۸۹ (۲۰۱۰) کال ټاکنې په افغانستان کې تر ټولو ډېرې له ننګونو سره مخ ټاکنې وې. وسله والو شخړو او مخ پر زیاتېدونکي ټاکنیز تاوتریخوالي، د فیفا د سلګونه اوږد مهالو کتونکو او په زرګونه لنډمهالو کتونکو کار د هېواد په ډېرو سیمو کې له ګواښ سره مخ کړی و. که څه هم د هېواد په سویل کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په موخه امنیتي ځواکونو د پراخه پوځي عملیاتو په خاطر ټاکنې له مې میاشتې (ثور/جوزا) د سیپتمبر (سنبله/ میزان) ته وځنډولې، خو د هېواد امنیتي حالات په مني کې د اوړي د لومړیو ورځ په پرتله ډېر خراب و. د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمزورتیا او کمکارۍ ټاکنې لا له ستونزو سره مخ کړې. د ټاکنو کې د نوماندانو د واکونو څېړلو د بهیر په ټپه درېدل د ۲۰۱۰ ټاکنو کې تر ټولو ډېره او لومړنۍ جدي ناکامي وه. د ټاکنو له قانون سره سم د واک د څېړلو کمېسیون چې مشري يې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کوله او غړي يې د امنیتي چارو وزارتونو استازي وو. دا دنده درلوده چې د نوماندانو واکونه، د ناقانونه وسله والو ډلو سره د هغوی د اړیکو درلودلو یا نه درلودلو له نظره وڅېړي. له بده مرغه کمېسیون دغه دنده ناسمه اجرا کړه او ډېری هغه کسان چې په ښکاره يې له وسله والو ډلو ټپلو سره اړیکې لرلې او یو زیات شمېر نور يې په جنګي جنایتونو تورن ول، د ولسي جرګې لپاره د نوماندۍ په لیست کې شامل کړل. کمېسیون له ۲۵۰۰ نوماندانو څخه یوازې ۳۶ تنه رد صلاحیت کړل چې په افغانسان غوندې یوې ټوله کې چې څلوېښت کاله پکې جګړه روانه ده او بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي دغه شمېره فیفا او نورو څارونکو بنسټونو ته د قناعت وړ نه ده.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

10/4/2011

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA