په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه
د فیفا د ټاکنو برخې روان کال د غبرګولي په ۳یمه نېټه (د ۲۰۱۷ کال د مۍ ۲۴مه) په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې خپلواکې ادارې، د نفوسو د احوالو د ثبت او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ادارې، د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې، د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې، د فلو موسسې، د پراخو او ډیموکراټیکو ټاکنو ټولنې او د ملي ډیموکراټیک انستیتیوت د درنو استازو په ګډون د فیفا د کنفرانسونو په صالون کې جوړه کړه. په دغه غونډه کې د ټاکنو د ترسره کولو، د ټاکنیزو حوزو کوچني کولو، د رایې ورکونې د مرکزونو ارزولو او د ټاکنو د نېټې په ګوته کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تیاریو او په یادو برخو کې د ټاکنو د ښکېلو نورو بنسټونو د همکارۍ په هکله بحث وشو چې د هر بنسټ استازي په خپل وار سره د خپلو کړنو په هکله مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له رسمي غوښتنې سره سم به له دوی سره همکاري کوي. په پای کې د ټاکنو ښکېلو بنسټونو استازو د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په برخه کې خپلې اندېښنې او وړاندیزونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون استازي ښاغلي رفیع الله بیدار سره شریک کړل او له هغه یې وغوښتل چې که چېرې حکومت د ټاکنیزو حوزو او د منلو وړ ټاکنو لپاره د کمیسیون اړین ملاتړ په اړه د کمیسیون وړاندیزونو ته پاملرنه ونه کړه، نو دغه کمېسیون باید ژر تر ژره خپل دریځ د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي چې د افغانستان خلک د ټاکنو د پروسې خاوندان دي. د دې ملي پروسې له پرمختګونو او کم کاریو څخه خبر شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښاغلي استازي د وړاندیزونو له یاداښت څخه وروسته څرګنده کړه چې د حکومت د نه پاملرنې له دوام سره به دا موضوع د هېواد له وګړو سره شریکه کړي او د ټاکنو په اړوند به خپل تصمیم روښانه کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسه یا فیفا
ټاکنو خپلواک کمیسیون سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره مرکزي احصایې خپلواکه اداره نفوسو د احوالو د ثبت او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ادارې افغانستان د ټاکنو د څار ادارې مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې فلو موسسه ملي ډیموکراټیک انستیتیوت
په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه
. د ټااکنیزو حوزو کوچني کول . د رایې مرکزونو له سره ارزونه . د ټاکنو د نېټې په ډاګه کول
د اړوند ادارو د غوښتنو او سپارښتنو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښاغلي استازي رفیع الله بیدار د وړاندیزونو له یاداښت وروسته څرګنده کړه چې که حکومت دوی ته پام وهم نه کړي، نو دوی به دا موضوع د هېواد له وګړو سره شریکه کړي او د ټاکنو په اړوند به خپل تصمیم روښانه کړي، ځکه د ده په وینا ټاکنې ملي پروسه ده او باید خلک ترې خبر شي.
5/24/2017
25
یوه ورځنۍ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA