د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


فیفا: د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د رایو په قرنطین او بیا شمېرنه کې د روڼوالي له نشتوالي اندېښمنه ده

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان له امله اندېښنه لري او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د بشپړ روڼتوب غوښتنه کوي. له هغه ځایه چې د روان کال ۱۳۸۹ د ولسي جرګې د ټاکنو پروسه وروستۍ مرحلې ته نږدې شوې ده. دا چې فیفا په زیاتره کې څارونکي د ټاکنو په ورځ او د ټاکنو د تبلغاتي مبارزې پر مهال او د رایو په بیا شمېرنه کې په ټول هېواد کې د څارنې لپاره استخدام کړي وو وایې: د کمېسیون لخوا په زیاتو ولایتونو کې د رایو په قرنطین کولو او د بیا شمېرنې په بهیر کې د نه روڼتوب پر اساس جدي اندېښنه شتون لري. لږ تر لږه په ۲۳ ولایتونو کې د فیفا څارونکو د جدي ستونزو راپور ورکړی لکه: د بېلګې په توګه: د تطبیق فورم ورکېدل، د شکایت فورم د رایو د راټولو پرمهال، د شمېرل شویو رایو ناسم تطبیق، په ځینو ولایتونو کې د نوماندانو استازو ته د بیا شمېرنې د بهیر د څارنې اجازت نه ورکول، د تطبیق فورم ته د څارونکو او د نوماندانو د استازو نه لاسرسي او د لاسلیک څخه د هغوي بې برخې کېدل په دغه برخو کې زموږ څارونکو په سلګونو راپورونه ورکړي دي. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په کړنو کې د روڼتوب ورکېدل، د نوماندانو د استازو او د مدني ټولنو د څارنې رول ته نه احترام د ټاکنو د قانون څخه د سرغړونې د خطر زنګ ګڼل کېږي. د ټاکنو د قانون ۵۷ ماده په دې برخه کې داسې وضاحت کوي: د ټاکنو خپلواک کمېسیون کولي شي چې د قرنطین شوي صندوقونه د نوماندانو د استازو او د سیاسي ګوندونو پر وړاندې وارزوي او څېړنه يې وکړي او نوماندانو د قناعت په صورت کې به یا بېرته د رایو شمېر ته ننوځي او یا به په دایمي توګه د رایو د شمېر له بهیر څخه بېرون وویستل شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا د رایو ورکوونکو د شمېر اټکل او اعلان سره په ټکر کې دي. دا ځکه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو څخه په وروسته ورځ کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون ۴ میلیونه وښود او له دی وړاندې یې د ۵ میلیونو څخه په زیاته پېمانه کې د خلکو د ګډون کچه اټکل کړې وه.

نور جزئیات


10/28/2010

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA