د شکايتونو کمېسيون په ١٠ ولايتونو کې د ٥٥ محلونو رايې بې باوره اعلان کړې
د ټاکنو د شکايتونو د کمېسيون غړى او وياند احمد ضيا رفعت نن د تلې ٢٩ مه ، په يوې خبري ناسته کې وويل، چې د ياد شويو محلونو رايې وروسته له هغه باطلې شوې، چې په دغه محلونو کې درغليو په اړه شکايتونو ترلاسه او وڅيړل شول. نوموړي ونه ويل، چې دغه محلونه د رايې ورکولو د څو مرکزونو پورې تړاو لري، خو څرګنده يې کړه، چې دغه محلونه د فارياب، اروزګان، پروان، خوست، بغلان، لوګر، بدخشان، پکتيا، کونړ او ميدان وردګو په ولايتونو کې دي. دغه کمېسيون مخکې له دې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رايې ورکولو د ١٣٠ مرکزونو رايې باطلې اعلان کړې وي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم د تلې په ١٧ مه، د رايې ورکولو د ٤٤٢ مرکزونو رايې بي اعتباره اعلام کړې وې او تيره ورځ يې اعلان وکړ، چې په ټوله ييزه توګه ١،٣ ميليونه رايې باطلې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د رفعت په وينا، د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون د رايې ورکولو د ٤٠٥ مرکزونو د رايو د باطل کيدو څخه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته خبر نه دى ورکړى. د رفعت په وينا، د ياد شويو محلونو د رايو باطل کيدل، د ولسي جرګې د ټاکنو په وروستيو پايلو اغيزه کولى شي. د ولسي جرګې په ټاکنو کې په ټول هيواد کې له ٢٠ زرو زيات محلونه، چې د رايې ورکولو نږدې شپږ زره مرکزونه کيږي، جوړ شوي وو. د رفعت د معلوماتو له مخې، ياد شوي کمېسيون تراوسه ٤٩٤١ شکايتونه ترلاسه ګړي، چې له دې ډلې څخه ٤٤٣٧ يې اولويت بندي شوې دي. نوموړي زياته کړه، چې د شکايتونو ٥٣ سلنه يې په الف ګروپ کې، ٣٢ سلنه شکايتونو په ب ګروپ کې او ١٥ سلنه نور يې په ج ګروپ کې شامل دي. رفعت درې ورځې مخکې ويلي و، چې تراوسه د ١٠٥٩ شکايتونو په اړه د څيړنو وروسته پرېکړه شوې ده او د نورو شکايتونو په اړه څيړنې روانې دي. د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې تيره ورځ اعلان شوې.د ټاکنو د پروسې د مهالويش له مخې، د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې بايد د لړم په ٨ مه اعلان شي، خو د ټاکنون خپلواک کمېسيون د پايلو په اعلان کې د ځنډ د احتمال خبر ورکړى دى. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو سل په سلو کې لومړنۍ پايلې اعلان او په ځينو مرکزونو کې د يو ميليون او درې سوه زرو جعلي رايو د باطلېدو خبر ورکړ.
د نوموړي کمېسيون مشر فضل احمد معنوي د تلې په ٢٨مه، د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په کابل کې وويل: ((په دغو ټاکنو کې د رايې اچونې شاوخوا پنځه ميليونه او شپږ سوه زره راى پاڼې کارول شوې، خو د اعتبار وړ پېژندل رايې څلور ميليونه، دوه سوه او پنځه شپېته زره او درې سوه اوه څلوېښت دي.)) همدارنګه معنوي زياته کړه، چې د ټاکنو په ورځ اولس زره اوه سوه او څلور څلوېښت د رايې ورکولو محلونه فعال وو، چې لس زره يو سل او اويا د نارينه وو، شپږ زره اوه سوه نهه ويشت د ښځو او اته سوه پنځه څلوېښت د کوچيانو د رايې ورکولو محلونه وو. معنوي زياته کړه، چې له ډېرو ننګونو سره سره، د ټاکنو خپلواک کمېسيون هڅه وکړه، ترڅو د ټاکنو پايلې په رڼه توګه اعلان کړي. همدارنګه معنوي له ٢٢٤ هغو کانديدانو څخه هم يادونه وکړه، چې د ټاکنيزو سرغړونو له امله د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورپېژندل شوي دي. هغه وويل: ((د ټاکنو په لسګونو او سلګونو کارکوونکي به هم د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورمعرفي شي.)) هغه د ټاکنو د کمېسيون له ځينو کارکوونکو څخه هم يادونه وکړه، چې په پوره رښتينولۍ يې کار کړى؛ خو له بده مرغه ځينې يې خاين وو او د ټاکنو له پروسې سره يې خيانت کړى دى. معنوي، په دې ټاکنو کې د ښځو ونډه ښه وبلله او ويې ويل، چې يوه بېلګه يې په نيمروز کې د دوو ښځو بريالي کېدل دي، چې په دې ولايت کې دوو ځانګړو شويو څوکيو ته يې لاره موندلې ده. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس وويل: ((موږ په نيمروز کې يوه ښځينه او يوه نارينه څوکۍ لرو، چې دواړو ته ښځې بريالۍ شوې دي)) همدارنګه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رييس په وينا، دا وروستۍ پايلې نه دي او وروستۍ پايلې به د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له څېړنو وروسته په رسمي ډول اعلان شي.
10/7/2010
فیفا
رپوټ
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA