د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې د څار د کمېټې ځانګړی راپور

د ولسي جرګې د نوماندانو پرخلاف د نورو نیوکو سربېره د وسلوالو ګروپونو سره پر هغوی د تړاو تورونه. ډېری نوماندان د خپلسرو غېر قانوني وسلوالو ګروپونو سره تړاو لري، دغه ډول تړاوونه د ټاکنو روڼتوب له مینځه وړي. فیفا یو غېر دولتي ناپیلي ارګان دی او د دیموکراسۍ اصولو او قواعدو ته احترام لري او په هېواد کې د بشپړې ولسواکۍ او د یموکراسي د حاکمیت لپاره کار کوي. په نوماندانو کې د خپلسرو وسلوالو ګرپونو سره تړاو لرونکو افرادو شتون د فیفا لپاره د اندېښنې وړ دی د دغه ډول افرادو شتون به د بشرحقوق او دیموکراسي په اړه پوښتنې راپیدا کړي او په هم دې ډول د ټاکنو روان بهیر ډېر سست او د قناعت وړنه دی. فیفا باورلري که د ټاکنو بهیر روڼ او شفاف نه شي نو د نوماندانو سیاسي حقوق به تر پښو لاندی شي. د غېر قانوني وسلوالو ګروپونو سره د تړاو په تور د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ولسي جرګې ته د (۳۶) نوماندانو نومونه د لېست څخه ویستل شوي او دوی د نوماندیدو له حق څخه بې برخي شوی دي، فیفا ددغه نوماندانو سره مرکی کړي او ددوي شکایتونه یی اوریدلي او ثبت کړي دي فیفا دقیقاً د دغه نوماندانو په خبرو باور نه لري، البته د ټاکنو په پروسه کې کارکونکو ټولو اورګانونو څخه تقاضا کوي چې په سیستماتیک ډول دی داسې لارې چارې ولټوي چې په راتلونکې کې ټاکنیز بهیر روڼ اوسي. د (۱۳۸۹) کال د ولسي جرګې نوماندانو پر خلاف د نیوکو د ارزونې بهیر د شکایتونو کمېسیون ته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه د (۴۴) نوماندانو پرخلاف شکایتونه رارسیدلي په دغه شکایت پاڼو کې لیکل شوي چې دغه نوماندان د خپلسرو ټوپکمارانو سره لاس لري، د شکایتونو کمېسیون د پورته ذکر شو وو (۴۴) نوماندانو د جملې څخه (۴۲) کاندیدانو ته برات ورکړې او دوی د دی وړګرځولي دي چي د روان کال د ولسي جرګې په ټاکنو کي ونډه واخلي او ددوی پرخلاف درج شوي تورونه یی بي اساسه بللي دی او یواځی (۲) نوماندان یی تورن معرفی کړی ، د برسی د کمیسیون لخوا د ولسي جرګې (۸۳) نوماندان په هغه لست کی شامل کړی کوم چی د غېر قانوني وسلوالو ډلو سره تړاو لري، کمیسیون دغه نوماندانو ته پنځه ورځی وخت ورکړی چی خپل ځانونه سپین کړي او د امنیتی اورګانونو په وړاندی ددغه جګړه مارانو سره دتړاو تورونه رد او خپل ځانونه بیګناه ثابت کړي. دکمیسیون لپاره دتعجب وړده چی څرنګه تورن نوماندان پدی وتوانیدل چی په دغه لنډه موده کی خپل ځانونه پاک اوبیګناه ثابت کړي.

نور جزئیات

11/5/2010

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA