د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ځانګړې محکمې د کارونو په اړه لنډ راپور

د ۱۳۸۹ کال د مرغومي د میاشتې په اوومه نېټه د سترې محکمې په وړاندیز او د افغان ولسمشر حامد کرزي د۱۳۸۹ کال د ولسي جرګي د ټاکنو په اړه دقضایاو د څېړنې په موخه د سترې محکمې څخه د۵ تنه قاضیانو او ددغه اداری د۱۰تنو څخه دجوړي شوي ځانګړې محکمي منظوري ورکړه. دیادي محکمي رییس د۱۳۸۹دمرغومي په ۱۳مه نیټه په خپل لومړنی مطبوعاتي کنفرانس کې یاده کړه ،چې دغه محکمه یوه ځانګړي قانونې محکمه ده ،چې دهېواد دستری محکمي دندو او واکونو د قانون د۳۲مي مادي پراساس جوړه شوي ده. د ځانګړې محکمي جوړیدو له ځانه سره ډول ډول غبرګونونه راوپارول، او همدار نګه دولسي جرګي غړو دغه محکمه دهېواد داساسي قانون او دټاکنو دقوانینو خلاف وبلله،مګر معترضو نوماندانو دځانګړی محکمي درامنځته کیدو هرکلي وکړ. دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) په هېواد کې په ټاکنیز نظام دباور دستاتنې په موخه خپله ژوره اندیښنه دیوي مطبوعاتي اعلامیې په شکل درسنیو له لارې د مرغومي په ۸مه نېټه خپره کړه. دفیفا لخوا په دغه خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي وو،چې دټاکنو په پروسه او پایلو کې دقضایي او عدلیي اورګانونو هرډول مداخله او لاسوهنه دټاکنو له مقرراتو سره په ټکرکې ده، په ټاکنو کې سرغړونو پلټنه او دپایلو اعلان دقانون له مخې داړونده ټاکنیزو ادارو صلاحیت او کاردي ، همدارنګه ،فیفا په نړیوالو او محلي رسنیو کې دبحثونو اومرکو له لاري په دي اړه بیا بیا تاکید کړي او له عدلیه اورګانونو څخه یې غوښتي،چې په هېواد کې دي دټاکنیز نظام درناوی په پام کې ونیسي، دځانګړي محکمي دجوړیدو په اړه موجودو مخالفتونو سره بیاهم دغه محکمي دسلواغه په ۷مه عملا په خپل کارپیل وکړ. دځانګړي محکمي دکار له پیل څخه وروسته دافغانستان داسلامي جمهوری دولت دستري محکمي لخوا د مرغومي په ۱۲مه نیټه په۱۰۸ نمبر متحد المال مکتوب کې له یوشمیر ادارو :فیفا،دکابل دولایت مقام،دعلماو شورا،ولایتي شورا ،ارشاد حج او اوقافو ریاست،پوهنې ریاست، امنیه قوماندانۍ ، ملی امنیت ، داستناف څارنوالي ،دعدلیه ریاست ،د بشری حقونو کمیسیون،یونما ،دټاکنو کمیسیونونه ،او داستیناف له محکمو نه غوښتنه شوي وه،چې په منصفه هییت کې برخه واخلي او ددغه محکمي اجراتو ته پیاوړتیا ورکړي. دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د۱۳۸۹کال دمرغومي په ۱۵مه دیو رسمي مکتوب له لاري دخپلي کاري ماهیت پراساس په منصفه هییت کې له ګډون څخه معذرت وغوښت،اود بحران دحل لپاره یې دخپلو نظریاتو اومشورو دشریکولو لپاره تیاري وښود.

نور جزئیات


8/28/2011

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA