د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو څارونکي: د ټاکنو لومړنۍ پایلې جوتوي چې د شکایتونو څېړنه باید په دقیقه ډول ترسره شي

د۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې لومړیو پایلو وښوده چې شکایتونه په دقیقه توګه څېړنې ته اړتیا لري. په افغانستان کې د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د پنجشنې په ورځ څرګنده کړه. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې د مېزان په ۲۸ نېټه اعلان کړي. دغه پایلې د دې څرګندونه کوي چې له یو میلیون څخه زیاتي رایې بي باوره او د رایو د شمېر څخه ویستل شوی دي. فیفا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د هر هغه ګام او کار چې د خلکو د مشروع رایو څخه د ملاتړ سبب شي ستاینه کوي . په ټاکنو کي دټاکنو دخپلواک کمیسیون په اټکل کي ښودل شوي دخلکو دګډون په کچه کي دزیات تفاوت له آمله فیفا اندیښنه لري ، کمیسیون فقط دوه ورځي وروسته دټاکنو دورځی څخه په ټاکنوکې دخلکو دګډون اټکل ۴،۵ میلیون کړي وو او دټاکنو دلومړنیو پایلو داعلان پروخت یې دخلکو دګډون کچه تر ۵،۵ میلیونو پوری وښودله چي دی کار دخلکو او نوماندانو په ذهنونو کي ډول ډول پوښتنې رامینځ ته کړي ،کمیسیون باید پدی هکله دقناعت وړځوابونه ووایې. فیفا دځینو ولایتونو دلومړنیو پایلو دروڼوالي په اړه اندیښنه لري او داځکه چي دفیفا څارونکو راپور ورکړي چي په ځینو مرکزونو کي درایو بیا شمیرنه بې لدي چې دکمیسیون دپریکړې اودبیا شمیرنې دمحل دسمون په اړوند ناظرینو ته ډاډ ورکول شي بیا شمیرنه ترسره شوی ده، او همدا راز په ځینو ولایتونوکي دبیا شمیرنې پرمهال دتطبیق فورم دناظرینو په وړاندي ندی ډک شوی اوددوي لاسلیک پري ندی اخستل شوي او آن تردي چي په ځینې ولایتونوکې دنوماندانو استازو ته اجازه نده ورکړل شوي چی دبیا شمیرنې څخه څارنه وکړي . طمعه کیږې چه دټاکنو وروستني پایلې به دلړم دمیاشتی پر۸نیټه اعلان شي دټاکنو دشکایتونو کمیسیون باید له دی وړاندي دهغه ۴۵۰۰ شکایتونوپه اړوند چي دوی ته رسیدلي پریکړه وکړي او په همدی ترتیب دهغو سیاسي څیرو او زور واکو224 نوماندانو چی په جعل کاريو کي په لاس لرلو تورن دي او دشکایتونو کمیسیون ته پیژندل شوی دي په اړه یې تصمیم ونیسي ، په همدی توګه پکارده چی دټاکنودجنتري په اساس دلړم دمیاشتي تر۲ نیټي پوري باید دشکایتونو دکمیسیون لخوا وروستې پریکړه ترسره او بیا دټاکنو خپلواک کمیسیون ته داعلان لپاره واستول شي. دټاکنو دلومړنیو او وروستنیو پایلو په مینځ موده کي دعدالت د تامین او په وروستيو پایلو دباور دزیاتیدو په منظور دشکایتونو دکمیسیون رول زیات اهمیت لري ،نو لازم ده چی دټولو دولتي او نا دولتي ادارات ددغي کمیسیون سره هراړخیزه همکاري او ملاتړ ونه سپموي.

نور جزئیات


10/20/2010

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA