د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د١٣٨٩ کال د ولسي جرګې د ټاکنيز بهير پر مالي لکښتونو څارنه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) له ټولو هغو شخصيتونو او بنسټونو چې له (فيفا) سره يې ددې پروژې په بشپړولو کې مرسته کړې مننه کوي. موږ په ځانګړې توګه د بشر حقونو د خپلواک کميسيون، د دولت د وزارتونو، ولسوالانو، کابل ښاروالۍ، په افغانستان کې د سره صليب ادارې، د کابل د پوليسو حوزو، لوی څارنوالۍ، د المپيک ملي کميټې او هغه نوماندانو چې په ورين تندې يې له موږ سره يې ددې پروژې په اوږدو کې خبرې کړي، مننه کوو. موږ د پورته بنسټونو او شخصيتونو له مرستو مننه کوو او هغوې ته په ورځنيو چارو کې دبرياليتوب غوښتونکي یو. دا پروژه انتخاباتي سیستمونو نړیوال بنسټ (آيفس) په مالي مرسته تر سره شوه. لوستوونکې که په دې رپوټ کې د راغلو مسايلو د روڼتيا په ا ړه وړانديزونه او غوښتنې لري کولاې شي خپل وړانديزونه او غوښتنې دافغانستان دعادلانه او خپلواکو ټاکنو بنسټ (فيفا) سره شريکې کړي. او په دې توګه د ټاکنو په اوږدو کې د روڼتيا د لا غښتلې کيدو سره مرسته وکړي. د افغانستان دعادلانه او خپلواکو ټاکنو بنسټ(فيفا) چې د يو خپلواک بنسټ په توګه په راڼه ډول دټاکنيز بهير د سطحې دلوړاوي لپاره کار کوي.(د١٣٨٩کال د ولسي جرګې د ټاکنو دمالي چارو څارنې) پروژه يې د انتخاباتي سیستمونو نړیوال بنسټ (آیفس)په مالي مرسته تر سره کړه. ددې رپوټ دوړاندې کولو موخه ،دهغه موندونو وړاندې کول دي چې فيفا (دټاکنيزو منډو ترړو) دڅارنې پر مهال تر لاسه کړيدي. هغه موندنې چې دټاکنو په مالي چارو کې دسمونونودراوستو په موخه دمننونکو وړانديزونو دچمتو کولو لپاره تر لاسه او ګټه ترې پورته شوې. د١٣٨٩ کال دولسي جرګې دټاکنيز بهير څارنه ددې فکر سره چې پيسې په ټاکنيز بهير او نورو مسايلو کې مهم رول لري طرح شوه. دا رول، دې ته په پام سره چې دافغانستان دنوي ټاکنيز نظام روڼتيا په خپلو لومړينو پړاوونو او جوړښت کې ده مهم رول لري. ټاکنيز بهير ته درايه ورکوونکو باور راماتول او هغوې ته په افغانستان کې دمشروع ټاکينز نظام باور ورکولو په موخه ،بايد راڼه،سم او عادلانه کړنلارې ولرو،ځکه دا کړنلارې په ټاکنيز پهير کې بنسټيز ارزښت لري. نادر نادري د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسې عمومي مشر

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

12/20/2010

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA