د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


فیفا: د ټاکنیزو سیالیو له پیل د جولای تر۱۶مې نېټې پورې د څارنې رپور

۶ سیپتمبر 2010 کابل د افغانستان دآزاد او عادلانه ټاکنوبنسټ (فیفا) ددوشنبی په ورځ دولسی جرګي دیوتن نوماند وژنه په کلکه محکومه وی،او دټولو امنیتی چارواکو څخه غواړی چه په ۱۸ سیپتمبر درایی اچوني دمرکزونو دساتنی اومنیت لپاره کوټلي اوموثرتدابیرونیسي. دټاکنې دکمپاین له لومړی ورځ څخه تردی وخته دری تنه دولسی جرګي نوماندان او دټاکنیزکمپاین ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شویدي،او په ګڼ شمیرکې کسانوباندی وسلواله حمله شویده او ډول ډول ګواښونه ورته شویدي، او آن تردی چه ټپیان شوی هم دي، دغه حملي دهغه قانون ماتوونکو او خپل سرو وسلوالو لخوا ترسره شویدي چه نه غواړي په هیواد کي دولسي جرګي ټاکنې ترسره شي او یا بی نتیجي پاتي شې. دطالبانو ویاند: ذبیح الله مجاهد د اګست په ۴ نیټه دمطبوعاتو سره په خبرو کي وویل: ټاکنې او دټاکنو سره تړاو لرونکي: امنیتي چارواکي، کمپاین کوونکي، دټاکنوکارکوونکي او رایی اچونکي زمونږنښه او هدف دي . دافغانستان دآزاد او عادلانه ټاکنوبنسټ (فیفا) دطالب ویاند دغه وینا په کلکه رد او محکومه وي. دافغانستان دآزاد او عادلانه ټاکنودبنسټ (فیفا) ریس محترم نادرنادری وایی: زه له طالبانو څخه غواړم چه په ټاکنو کي دخلکو انتخاب ته احترام وکړي . طالبان باید نړیوالو قوانینو په رعایت کولو سره مکلف دي چي په خلکو دحملو کولو څخه ډډه وکړي اوټول نوماندان باید ددیموکراتیک سیستم په چوکاټ کې دصلحی په فضا کې دخپل هدف دترلاسه کیدو لپاره مبارزه وکړي. دکمپاین په بهیرکې دتخارپه ولایت کی داګست په ۲ نیټه دناټو په هوایی برید کې د ولسی جرګی دټاکنو دکمپاین ۱۰کارکوونکي ووژل شوو، چه دغه پیښه لاتراوسه پوری دڅیړني لاندی ده . ددی پیښي په اړوند زه په تاکید کوم چه دناټو ځواکونه دی دنښي په ویشتلو کی له زیات دقت څخه کارواخلي ترڅو دولسې وګړو دمرګ او جوبلي مخ نیوي وشې، نادری زیاته کړه چه : افغان امنیتی چارواکي دی دټاکنو پرمهال دی دساتنی او حافظت ټینګ تدابیرونیسي ترڅو خلک په ټاکنو کي په ډاډه زړه پراخه ونډه واخلي. دټاکنو څارونکي ګروپونو او مطبوعاتو د ۲۳جون۲۰۱۰ نیټی څخه راپدیخوا راپور په لاندی ډول ترتیب کړی دی :

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

6/8/2011

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA