د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه راپور

د افغانستان په څېر هېواد کې زیاته ستونزمنه ده چې ښځې په سیاسي بهیر کې ونډه واخلي خو بیا هم تر ډېرو هڅو وروسته د قانوني ضمانتونو په جوړولو سره په ټاکنو کې د ښځو ونډه تامین شوه. که څه هم د افغانستان په اساسي قانون او نورو قوانينو کې د ښځو سیاسي حقوق د دولت لخوا حمایه شوی دي، مګر د قوانینو په پلي کېدو کې لا تراوسه پورې محدویتونه شته، د افغانستان د اساسي قانون ۲۲ مادې د ښځو او نارینه وو د مساوي حقوقو په هکله داسې صراحت کړي دي: [ د افغانستان د اتباعو تر منځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دي، د افغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون پر وړاندې مساوي حقوقو او وجایب لري]. د ټاکنو د قانون د ۱۹ او ۲۳ مادو له مخې ښځې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۶۸ او د مشرانو په جرګه کې ۱۷ څوکۍ لري په ولسی جرګه کې ټولو څوکیو ته پام کي نیولو سره د ښځو لپاره ځانګړی شوی څوکۍ د قناعت وړدي. د ملي قوانینو سربېره نړیوالې هوکړې چې افغانستان هغه لاسلیک کړي او د هغې سره تړاو لري، د ښځو په برخه اخیستنه کې په تشویش لرلو ټینګارکوي، که څه هم د ښځو پر وړاندې له توپیري چلند څخه ډډه کول، د ښځوسیاسي ژمن لیک، د ښاریانو اعلامیه، سیاسي او مدنی نړیوال میثاق، د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه د ښځو د حقوقو په اړوند داېرې شوې دي. د بېلګې په توګه د ښځو د سیاسي ژمنپاڼې په لومړۍ او دویمه ماده کې د ښځو او نارینه وو د مساوي حقوقو په هکله داسې راغلي دي: [ ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړه وي او دوی حق لري چې په ټاکنو کې په ازادانه توګه فعاله ونډه واخلي] شرایط لرونکي ښځې کولای شي چې پرته له توپیر څخه د نارینه وو سره په مساوي ډول په ټولو ټاکنو کي فعالیت او یا ور سره سیالي وکړي.] په هېواد کې په ټولو قوانینو او په ځانګړې توګه د ټاکنو په قانون کې د تضمین سره بیا هم د ټاکنو په پروسه کې د تېرو ټاکنو په پرتله د ښځو ونډه کم رنګه وه. د ټاکنو پروسې تر ارزونې وروسته جوته شوه چې څرګند لاملونه د ټاکنو په بهیر کي د ښځو د ونډې د اخېستنې په مخ کې خنډشول. د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) یو ملي څارونکی ارګان دی او په دې بریالی شو چي په هېواد کې د څلورو دورو د ټاکنو څارنه په بریالیتوب سره ترسره کړي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

10/8/2010

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ښځې او ځوانان

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA