د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


ښځې او سیاسي ګډون

ښځې په یوه ټولنه کې د بالقوه ځواک په توګه عمل کوي. هغه ځواک چې کولای شي د یوه حکومت په سیاسي او ټولنیز راتلونکي کې د پام وړ رول ولوبوي. قوانین په ټولو ډموکراټیک نظامونو کې د جنسیت، قوم او سیمې له په پام کې نیولو پرته، د هېوادونو د ټولو اتباعو مساوي حقونه تضمینوي. د افغانستان د اساسي قانون اوومه ماده د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو میثاقونو او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې په مراعتولو باندې ټینګار کوي. د ا.ا.ج د اساسي قانون شلمې مادې د افغانستان د اتباعو تر منځ هر ډول تبعیض منع کړی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اتباع ښځه او نر د قانون پر وړاندې مساوي حقوق او وجایب لري. د افغانستان حکومت اساسي قانون د یوه ملي لارښود په توګه په خپلو عملي ګامونو کې په کلکه په پام کې نیسي. نن سبا په سیاسي بهیرونو کې له ښځو پرته سیاسي ګډون بې مانا دی. په نننۍ حکومتولۍ کې د ښځو شتون د یوې ټولنې د پرمختګ او ودې او د دیموکراسۍ یوه برخه ګڼل کېږي. د هېواد سیاسي نظام د ټاکنو او د وګړو مساوي حقونو پر بنسټ ولاړ دی او ښځې د نارینه وو په څېر د سیاسي ګډون له مساوي حقونو څخه برخمن دي. که څه هم د افغانستان قوانین د ښځو حقونه تضمینوي، خو د دولتي او نادولتي بنسټونو د ډېرو هڅو سربېره د ښځو د حقونو په برخه کې ټولنیز او کلتوري خنډونه لیدل کېږي. په افغانستان کې د ټاکنو په څو پړاوونو کې ښځې له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخامخ وې. د دغو ستونزو د هواري او کمېدو لپاره لازیاتو هڅو ته اړتیا ده. فیفا د ښځو د سیاسي حقونو د غوښتنې پروګرامونو په چوکاټ کې په ټاکنو کې (د ټاکنیز نوماند او رایې ورکوونکې په توګه) او د سیاسي، قضایي او ډېپلوماټیکو څوکیو په نیولو کې د ښځو ستونزې پلټلي او د هواري لپاره یې له اړوند بنسټونو سره د عدالت غوښتنې کال کې د ښځو د سیاسي ګډون په لار کې د پرتو خنډونو د په ګوته کولو لپاره په ولایتونو کې د ۱۳۹۴ له لارې هڅه کوي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

12/23/2015

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ښځې او ځوانان

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA