د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د ګډون لپاره د اساسي اصولو خبرپاڼه

د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې پېغام د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) په تخنیکي او تسهیلاتي مرستې او همکارۍ د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون د بنسټي اصولو د چمتو کولو په موخه د ښځو او ځوانانو د ستونزو او نیمګړتیاو په هکله هر اړخیز او اوږده بحثونه وکړل. دغه اصول د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې د غړو پرلپسې هڅو زېږنده ده چې د فیفا موسسې په همکارۍ د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون په برخه کې چمتو شوي دي. د ډلې غړو ټینګار وکړ چې د ښځو او ځوانانو فعال ګډون په هېواد کې د هر ډول ټاکنو تر سره کولو لپاره یو اساسي شرط او یوه مهمه اړتیا ده او دوی پر دې باور دي چې د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون په برخه کې له لاسته راغلي تاریخي فرصت څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي او د هېواد په ډموکراټیک جوړښت او نظام کې د وګړو اغېزمن ګډون لامل شي. موږ د ډلې غړي په هېواد کې له ټاکنو او ډموکراسۍ څخه ملاتړ او ساتنې ته ځان ژمن ګڼو. رڼې، عادلانه او له درغلۍ او سرغړونو څخه پرته ټاکنې د هېواد د سیاسي او ټولنیز پایښت ضامن دی. که څه هم ډموکراسۍ او ټاکنو ته رسېدو لار به له ستونزو څخه پرته نه وي، خو دغه ستونزې د ډموکراسۍ او ولسواکي نظام په پیاوړتیا کې زموږ هڅې ونه دروي. خلک په اوسنیو حساسو شرایطو کې له موږ څخه د چوپ پاتې کېدو تمه نه لري. د سیاسي بهیرونو په تېره بیا د ټاکنو د اصلاح او سمون لپاره هڅه کول د یوه وګړي په توګه خپله ملي دنده بولو. زموږ په هېواد کې د ډموکراټیک نظام ټینګېدل زموږ پخوانۍ هیله ده. په هېواد کې د ولسواکۍ له ارزښتونو څخه د ساتنې لپاره په یوه کتار کې درېدل او ګډه هڅه کولای شي د باورمندۍ او اعتماد فضا رامنځ ته کړي. موږ د دغو ګډو اصولو په چمتو کولو سره په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون په اړه د هغو بنسټیزې غوښتنې ترتیب او هغه اړوند مراجعو ته وړاندې کوو.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

6/4/2016

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ښځې او ځوانان

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA