د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


ځوانان او ټاکنې

د ټاکنیزو اصولو له مراعتولو څخه ډاډمنتیا له ټاکنو څخه د څارنې په پروګرام کې د فیفا د ماموریت یو له بنسټیزو برخو څخه دی. عادلانه ټاکنې د ټاکنو د بهیر یو له بنسټیزو اصولو څخه دی. د ټاکنو عادلانه بهیر په دې مانا دی چې ټول وګړي په هره کچه (رایې ورکوونکي/نوماندان) له برابرو شرایطو او فرصتونو څخه برخمن وي. په یو شان او برابره توګه اطلاعاتو ته لاسرسی او د عامه پوهاوي له پروګرامونو څخه برخمنتیا د وګړو د حقونو یوه برخه ده او هم د عادلانه بهیر د اصل تحقق په برخه کې هم ستر ګام دی. د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی او معلوماتو ته د وګړو نه لاسرسی هغه برخې دي چې فیفا د دغه بهیر د اصولو او حقونو د پلټنې پر مهال په پام کې نیولې دي. فیفا په خپلو څارنیزو موندنو کې په وار وار له دې مسئلې سره مخامخ شوی چې د هڅو او لوړ لګښت سربېره د سیاسي ګډون، ټاکنو، د رایې ورکونې لارې، د شکایتونو او اعتراضونو د ثبتولو څرنګوالي په هکله وګړو لپاره د پوهاوي ورکولو په چاره کې هومره بریالي نه دي. فیفا موندلې چې د ټاکنو د بهیر او سیاسي ګډون په هکله د عامه پوهاوي پروګرامونه کافي نه وو او یا دا چې د ټولنې بېلابېلو وګړو تر منځ په عادلانه او یو شان نه دي وړاندې شوي. د لېسي د دورې ځوانان چې نوي د رایې ورکونې وړ کېږي، د نالوستو ښځو تر څنګ په تېره بیا د سیاسي ګډون او ټاکنو بهیر په هکله له تر ټولو لږ پوهاوي څخه برخمن وو. پر دې ،په لیرې پرتو سیمو کې بنسټ د فیفا موسسې د هغو ډلو په ګوته کولو سره چې تر ټولو ټیټه کچه پوهاوی لري، هڅه وکړه ترڅو د هېواد په اتو زونونو کې د لیسې د دورې زده کوونکو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي. دغه پروګرام په لومړي ۱ پروګرامونه د کابل په ښوونځیو کې او ۶ ښوونځیو کې ( ۲۰پړاو کې تېر کال په زونونو ۷ پروګرامونه په ۴ ناحیو په کچه پلی شو. په ټوله کې زر...

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

2/6/2017

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ځوانان

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA