د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ځوانانو د سیاسي ګډون د پیاوړتیا د کنفرانس رپوټ

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ښځو او ځوانانو برخې د ځوانان او ټاکنې: د پوهاوي ورکولو د پروګرام رپوټ او د ځوانو څېرو کتاب د معرفي کولو د رپوټ وړاندې کولو لپاره د ځوانانو د سیاسي ګډون د پياوړتیا تر سرلیک لاندې یو کنفرانس چې ۱۳ بریالي ځوانان د نخبه ځوانانو په توګه پکې معرفي شوي، جوړ کړ. د ځوانانو د سیاسي ګډون د پیاوړتیا کنفرانس د ۱۳۹۴ کال د کب په ۲۷مه نېټه د کابل ښار په صافي لنډمارک هوټل کې جوړ شو، چې په دغه کنفرانس کې د ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) استازو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو چې د ځوانانو د حقونو په برخه کې کار کوي، د ځوانانو معینیت، په هېواد کې د مطرح سیاسي ګوندونو د ځوانانو د کمېټې غړو او محصلینو ګډون درلود. په یاد کنفرانس کې د ځوانانو لپاره د پوهاوي ورکولو د پروګرام د وړاندې کولو سربېره په يوه پنل کې د نخبه ځوانانو معرفي کول او د لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو فرصتونو یادونه وشوه. د پنل غړي: د پنل غړي هر یو ښاغلی ډاکټر فرامرز تمنا (د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز مشر)، ښاغلی مجیب مهرداد (د پوهنې وزارت ویاند)، ښاغلی ظفر علي رنجبر (د ښار جوړونې وزارت د بشري منابعو مشر)، ښاغلی فهیم صدیقي (د خط نو سازمان مشر)، ښاغلی نعیم نظري (فعال ژورنالیست)، مېرمن سکینه حسیني (د ولایتي شورا وکیله)، مېرمن مرسل منصوري (د سیاسي پروګرامونو چلوونکې)، مېرمن حبیبه قادري (د کابل ولایتي شورا وکیله)، ښاغلی فیاض غیاثي (د برېښنایي پېژندپاڼو د بشري منابعو مشر) وو.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

3/10/2015

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA