په افغانستان کې د نه لېږدېدونکې یوي رایې (SNTV) سیستم څېړنه
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو موسسه (فیفا) د ټولو هغه شخصیتونو، ارګانونو، سیاسي ګوندونو او په هېواد کې د نظر خاوندانو څخه مننه کوي، چې د فیفا سره یې د دې پروژې په څېړلو کې مرسته کړې ده او په ځانګړې توګه د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو استازو، د پوهنتون استادانو او ټولو هغه شخصیتونو چې په انفرادي او ګروپي ډول مرکو او بحثونو ته حاضر شوي او د خپلو نظریاتو په شریکولو سره یې د فیفا سره د دغه څېړنې په بشپړولو کې مرسته کړې ده. فیفا د دوی له همکارۍ او زیار ستاینه او مننه کوي. همدا راز د یادولو وړ ده، چې د دغه څېړنې د ترسره کولو په برخه کې د مالي ملاتړ له امله د ټاکنیزو نظامونو د بین المللي بنسټ (IFES) او د USAID ادارې څخه مننه او قدردانى وشي. د فیفا څېړنې ښيي چې د رايې کارونې دغه ډول که څه هم ګټور دی، خو ځینې نیمګړتیاوې هم لري چې د دیموکراتیک نظام په غوړېدو کې اغېزناکې ګڼل کېدای شي. دا سیستم معمولاُ په هغو هېوادونو کې تطبیقېږي چې د ټاکنو دیموکراتیکه پروسه پکې نوې د تطبیق په حال کې وي، د فیفا د دغه تحقیق پراساس د ټاکنو دغه ډول ته د عامه پوهاوی امکانات زیات برابر دي. که څه هم په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو ټاکنې پر دغه سیستم ترسره شوې، خو ستونزه بیا هم همدا ده چې دلته يې سیاسي ګوندونه پیاوړي نه کړل. پاتې جزییات په راپور کې ولولئ!!
بشپړ رپوټ
6/1/2014
فیفا
خبرپاڼه
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA