د ټاکنو خپلواک کمېسيون له غړو سره د فیفا لیدنه
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایوي مشر، د پروګرامونو مسوول، د ټاکنو په چارو کې د فیفا سلاکار او د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول روان کال د وري په ۱۳مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له غړو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. د دغې لیدنې موخه د ټاکنو کمیسیون د څلور میاشتنیو کړنو څخه د فیفا د څارنیزو موندنو شریکول وو. د غونډې په پیل کې د فیفا اجرایوي مشر ښاغلي محمد یوسف رشید د کمیسیون له غړو څخه مننه وکړه چې دې غونډې ته یې لار هواره کړه او تر څنګ یې د رپوټ مهمو موندنو لکه په کمیسیون کې د ستراتیژیک او لیکل شوي ټاکنیز پلان نشتوالي، د دغه بنسټ پر مټ د ټاکنیزو کړنلارو او د قانون د احکامو له پامه غورځولو، له متخصصو ټاکنیزو بنسټونو سره د کمیسیون په همغږۍ، خبر ورکولو او تصمیم نیولو کې د ستونزو شتون او پر ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو پروسې باندې د باور بیا را منځته کولو پر بهیر یې د هغه اغېزو ته اشاره وکړه او د کمیسیون له غړو یې وغوښتل ترڅو د ستونزو د بیا ځلي کېدو په مخنیوي کې ګامونه پورته کړي. همدارنګه د کمیسیون د خپلواکۍ ساتل، د دباندنیو لاسوهنو مخنیوی، د ټاکنیزو حوزو د برخلیک ټاکل، د کمیسیون د غونډو علنیتوب، د کمیسیون په دننه کې د غونډو جوړول، د ځواب ویلو د اصل په پام کې نیول او په ټاکنو کې د متخصصو مدني بنسټونو سره د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیکول له هغو مواردو څخه و چې د فیفا د اجرایوي مشر او ورسره پلاوي له لوري وړاندیز شول او له کمیسیون څخه یې وغوښتل ترڅو یادو مواردو ته کلکه پاملرنه وکړي او د تېرو ستونزو له بیاځلي کېدو څخه مخنیوی وشي. ورپسې د کمیسیون مشر او غړو هم د ټاکنو په برخه کې د فیفا له بې پرې کار او پاملرنې څخه ستاینه وکړه او په خپله اداره کې یې د ستونزو شتون ومنل او ژمنه یې وکړه چې د هغو د هواري لپاره او د بیا ځلي کېدو په مخنیوي کې به هراړخیزه هڅه وکړي. په پای کې چمتو شوی رپوټ هم د فیفا له لوري د کمیسیون له غړو سره شریک کړای شو ترڅو د کمیسیون غړي د دغه رپوټ په هکله خپل نظریات او دلایل د هغه له عمومي خپرېدو څخه مخکې له فیفا سره شریک کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسه یا فیفا
. د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري او کمېشنران . د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایوي مشر . د فیفا پروګرامونو مسوول . د ټاکنو په چارو کې د فیفا سلاکار . او د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول
د ټاکنو خپلواک کمېسيون له غړو سره د فیفا لیدنه
د کمیسیون د خپلواکۍ ساتل، د دباندنیو لاسوهنو مخنیوی، د ټاکنیزو حوزو د برخلیک ټاکل، د کمیسیون د غونډو علنیتوب، د کمیسیون په دننه کې د غونډو جوړول، د ځواب ویلو د اصل په پام کې نیول او په ټاکنو کې د متخصصو مدني بنسټونو سره د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیکول کمېسیون ته د فیفا وړاندیزونه ول.
په پایله کې چمتو شوی رپوټ هم د فیفا له لوري د کمیسیون له غړو سره شریک کړای شو ترڅو د کمیسیون غړي د دغه رپوټ په هکله خپل نظریات او دلایل د هغه له عمومي خپرېدو څخه مخکې له فیفا سره شریک کړي.
9/13/2017
35
یوه ورځنۍ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA