د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


په بامیان کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیاني خلکو د اساسي ستونزو په هکله بحث او څېړنه وشوه

په هغه غونډه کې چې د جمعې په ورځ د غویي په ۸ مه په بامیانو کې د فیفا له لوري جوړه شوه، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایت د وکیلانو په شتون کې د یاد ولایت ستونزې تر بحث او پلټنې لاندې ونیول شوې. د برېښنا نشتوالی، د سرکونو نه سفالټ، دغه ولایت ته د غځېدلو سرکونو په اوږدو کې ناامني او په دغه ولایت کې له بڼوالۍ څخه د دولت نه ملاتړ د دغه ولایت د اوسېدونکو له مهمو ستونزو څخه وې چې په دې غونډه کې یې په هکله بحث وشو. ښاغلي عبدالرحمان شهیداني د دغه ولایت د کیلانو په استازیتوب او ښاغلي اسدالله اسدي د دغه ولایت د ولایتي شورا په اسازیتوب په دغه پروګرام کې ګډون وکړ او د خپلو موکلینو ستونزو ته یې غوږ کېښود. د غونډې په پیل کې ګډون کوونکو هر یوه د یادو شویو ننګونو په تړاو خپل لیدلوری مطرح کړ او هغه ستونزې یې یادې کړې چې د دغه ولایت خلک ورسره لاس او ګرېوان دي. په دغه ولایت کې د برېښنا نشتوالی یو له مهمو ستونزو څخه و چې د بامیانو اوسېدونکي ورسره مخامخ دي. خلکو پر حکومت نیوکه وکړه چې حکومت دغه ولایت ته د برېښنا په رسولو کې پاتې راغلي او همدارنګه د برېښنا د بیې لوړوالي څخه یې هم سر وټکاوه. ګډون کوونکو همدارنګه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د نښلوونکو سرکونو او د ښار دننه سرکونو نه پخېدو ته هم اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د حکومت او پارلمان د پاملرنې غوښتنه وکړه. دوه هغه اصلي لارې چې کابل له بامیانو سره نښلوي، د طالب اورپکو د پراخو فعالیتونو له کبله ناامنې دي او هر کال ګڼ شمېر خلک قرباني کېږي. ګډون کوونکو وویل چې د بامیانو ولایت نسبي امنیت هم د دغه ولایت د اوسېدونکو د خپلو هڅو زېږنده ده او دولت په دې برخه کې کوم اغېزمن رول نه لري. دوی حکومت د خلکو د سر او مال د امنیت په نه ساتلو تورن کړ او له خپلو وکیلانو څخه یې وغوښتل ترڅو پر امنیتي ارګانونو زور واچوي ترڅو د دغه ولایت د نښلوونکو لارو د امنیت په ټینګښت کې رغنده ګام پورته کړي. د بڼوالۍ، پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د دولت نه پاملرنه له نورو ستونزو څخه وې چې ګډون کوونکو ورباندې بحث وکړ.

نور جزئیات

4/28/2017

نېټه

65

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

بامیان

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA