د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


ټاکنیز اصلاحات: د استازو لیدلوری ۲۰۱۵

د افغانستان د ولسمشرۍ درېیمې ټاکنې چې د اساسي قانون پر بنسټ په ۱۳۹۳ کال کې وشوې، د افغانستان خلکو (ښځو او نارینو ) په ډېره لېوالتیا د امنیتي ګواښونو له شتون سره سره د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړ. یو شمېر رایې ورکوونکي د وسله والو طالبانو لخوا په نښه او ګوتې یې پرې کړې. تمه کېده چې د ټاکنوکمیسیون ټاکنیزې پایلې د خلکو د رایې او غوښتنې سره سم (د اساس ي قانون د لومړۍ مادې پر بنسټ) ژر تر ژره اعلان کړي. دا چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ولسمشرۍ هېڅ یو نوماند ونه توانېد چې ٪ ۵۶ جمع یو رایې ترلاسه کړي، ټاکنې د دوه مخکښو نوماندانو تر منځ دویم پړاو ته ولاړې. له بده مرغه چې د ټاکنو دویم پړاو د پراخو ټاکنیزو درغلیو، د ټاکنیزو شکایتونو په پلټنه کې نه روڼتیا او د دولتي چارواکو د لاسوهنې له کبله څرګنده او روښانه پایله نه درلوده. د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راغی او هېواد د سیاسي ناورین ګواښ لاندې راغی. د ټاکنیزو کمیسیونونو (د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونوخپلواک کمیسیون) کړنې له یوې خوا د نوماندانو او د سیاسي ملاتړو د منلو وړ ونه ګرځېدې او له بلې خوا د ټاکنو په بهیر کې د خلکو او د ملي او نړیوالو څارونکو بنسټونو د بې باورۍ لامل شوې.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

2/1/2015

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA